د پاکستان پوځ وايي، د خيبر پښتونخوا اعلاوزير په وار وار ويلي چې په هغه صوبه کې به پوځي عمليات نه کېږي خو هلته د وسلوالو پر ضد "عمليات روان" دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شريف چودري د جنورۍ پر شپږمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير سهېل اپرېدي او د هغه د ګوند پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) د رهبر عمران خان نومونه ياد نه کړل، خو اپرېدي ته یې په اشاره وویل چې هغه د خپل ګوند د زنداني مشر له خولې وايي چې هلته به عمليات نه کېږي.
خو د چودري په وينا، د پاکستان ايين پوځ ته اجازه ورکوي چې د وسلوالو پرضد د عملياتو په ترسره کولو "د هېواد او ولس دفاع باوري کړي."
نوموړي وویل، "نن هم عمليات روان دي ځکه امنيت او ځينې نور بنيادي شيان دي چې هېڅ ډول جوړجاړی ورباندې نه شي کېدای."
دا تر هغې وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي د جنورۍ پر پينځمه یو ځل بیا ویلي ول چې حکومت یې پوځ ته په هغه صوبه کې د عملیاتو اجازه نه ورکوي.
نوموړي وویل، پوځي عمليات د مسلې حل نه دی او په وینا یې چې پوځ تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې لسګونه عمليات کړي دي خو "د امن راتلو پر ځای ناامني زیاته شوې" ده.
اپرېدي وویل، د ۲۰۲۵ز کال د نومبر پر ۱۲مه د صوبايي اسمبلۍ په ودانۍ کې په یوه جرګه کې پرېکړه شوې وه چې په صوبه کې به داسې پوځي عملیات نه تر سره کېږي چې له امله یې خلک بې کوره شي.
دا لومړی ځل نه دی چې سهېل اپرېدي د وسلوالو پرضد د پراخو پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی بلکې تر دې مخکې یې ورته څرګندونې کړې دي.
هغه تر دې مخکې ټینګار کړی وو چې حکومت یې "د هر ډول پوځي عملیاتو مخالف دی" او په صوبه کې د امنیت لپاره "د یوې کوټلې کړنلارې (حکمت عملۍ) اړتیا ده."
نوموړي وړاندیز کړی چې باید ټول ګوندونه، د اړوندو ادارو چارواکي، سیاسي او مذهبي ډلې او د پښتنو ولسي مشران سره کښېني او په شریکه یوه داسې پالیسي جوړه کړي چې "موثره هم وي او امنیت هم ټینګ کړي."
بلخوا د پاکستان پوځ دریځ لري چې د ترهګرۍ ختمولو لپاره په خیبر پښتونخوا کې عملیات مهم دي. پوځ داراز وخت په وخت له قبایلي مشرانو هم غوښتي چې د امنیت په ټینګولو کې دې له حکومت سره مرسته وکړي.
د پوځ وياند جنرال احمد شریف چودري د جنورۍ پر شپږمه په خپله خبري غونډه کې یو ځل بیا د پي ټي ای پر مشرانو سختې نيوکې وکړې او هغوی يې د وسلوالو پر ضد په نه درېدو تورن کړل.
نوموړي دعوه وکړه چې وسلوال د نورو ګوندونو مشران په نخښه کوي او د پي ټي ای مشرانو ته څه نه وايي.
بلخوا پي ټی ای د جنورۍ پر شپږمه پر خپله رسمي اېکس پاڼه په بيان کې د پوځ د وياند خبري غونډه "د اندېښنې او خپګان وړ" وبلله.
په بيان کې د چودري پر دې خبرې د "درد او حيرانتيا" څرګندونه شوې چې وسلوال د پي ټي ای مشران ولې نه په نخښه کوي؟
تحریک انصاف زياته کړې چې د پي ټي ای يوشمېر مشران په وسلوالو بريدونو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي چې تازه بېلګه يې د جنورۍ پر شپږمه په بنو کې د یو ځايي مشر او د ډومېل پخواني ناظم فدا محمد وزیر پر ګاډي بمي بريد دی چې نوموړی پکې ژوبل شو.