د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې په دوو جلا جلا وسلوالو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او یو ژوبل شوی دی.
د باجوړ د پوليسو وياند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۴مه د چینګۍ یو اوسېدونکی خلیل الرحمان په عنایت کلي بازار کې پلی (پیاده) روان وو چې ناپېژندليو کسانو ډزې ورباندې وکړې.
تراوسه نه ده معلومه چې دا د شخصي دښمنۍ پېښه وه او که هدفي برید وو. تر دې وړاندې په باجوړ او نورو قبایلي ضلعو کې هم په شخصي دښمنیو او هم په هدفي بریدونو کې ولسي کسان په نخښه شوي دي.
د باجوړ د پوليسو وياند محمد اسرار وايي، تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۳مه، د لوی سم تاڼې په حدودو کې د نامعلومو وسلوالو په ډزو د باد سمور کلي یو اوسېدونکی ګل نبي وژل شوی او یو بل تن عبدالله ژوبل شوی دی.
د هغه پېښې مسوولیت هم لا چا نه دی قبول کړی.
پولیس وايي د دواړو پېښو پلټنې یې پیل کړې دي.
په دې وروستیو کې په باجوړ کې پر ولسي خلکو بریدونه زیات شوي دي. د جنورۍ پر نهمه د باجوړ په لوی ماموندو سيمه کې وسلوالو يو پوليس وژلی وو. تر هغې وړاندې د جنورۍ په درېیمه د برنګ تحصیل په کوهي سر سیمه کې د پوليسو پر امنيتي پوسته بريد وشو چې پکې يو عام وګړی ووژل شو او یو بل ژوبل شو.
د هغو بریدونو مسوولیت هم چا نه وو قبول کړی.
باجوړ د خیبر پښتونخوا یو له هغو سیمو ده چې په پرلپسې توګه پکې د ناامنۍ پېښې رامينځ ته کېږي. ځايي خلکو وخت پر وخت د احتجاجونو پر مهال حکومت او امنیتي ادارې تورنې کړې دي چې د وسلوالو پر فعالیتونو سر سترګې پټې کړې دي.
خو حکومتي او امنیتي چارواکو په وار وار ویلي چې دوی د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.