د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا کې ۱ ولسي مشر او د امن کمېټۍ ۴ غړي وژل شوي، ۳ پوليس ژوبل دي


په بنو کې تر يوې بمي چاودنې وروسته پوليس امنيت ټينګوي. انځور له ارشيفه
په بنو کې تر يوې بمي چاودنې وروسته پوليس امنيت ټينګوي. انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په بنو، شمالي وزيرستان او لکي مروتو کې د ناامنۍ په جلا جلا پېښو کې د امن لښکر (امن کمېټۍ) څلور غړي او يو ولسي مشر وژل شوی او درې پوليس ژوبل شوي دي.

د بنو پولیسو د جنورۍ پر ۱۳مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې وسلوالو نن غرمه د هوېد تاڼې په حدودو کې د ځايي امن کمېټۍ څلور غړي وژلي دي.

بيان زياتوي، د امن کمېټۍ غړي په يو ګاډي کې ناست ول چې په مزنګا سيمه کې وسلوالو ‌ډزې ورباندې وکړې او هغوی يې ووژل.

د امن کمېټۍ پر غړو د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو ضلعو کې چې څه باندې دوه لسیزې مخکې وسلوالې ډلې پیدا شوې او فعالیتونه یې پیل کړل نو د حکومت په ملاتړ امن کمېټۍ او امن لښکرې جوړې شوې چې په خپلو سیمو کې یې ګزمې او پهرې کولې. د دې په غبرګون کې به وسلوالو ډلو پر هغوی حملې کولې.

تر هغې وروسته د امنیتي وضعې له ښه کېدو سره امن کمېټۍ هم ختمې شوې، خو په تېرو څلورو کلونو کې د ناامنۍ له زیاتېدو سره سم، په ځینو سیمو کې بیا فعاله شوې دي.

اخوا د جنورۍ پر ۱۲مه د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې وسلوالو يو ځايي مشر ملک محمد رحيم په هدفي بريد کې وژلی دی.

د شمالي وزيرستان پولیسو مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې ملک رحيم د شيوه د کابل خېلو وو، چې د ميرامشا په سرای درپه خېلو کې مېشت وو او همهلته د جنورۍ پر ۱۲مه پټمخو وسلوالو ‌ډزې ورباندې وکړې او هغه يې وواژه.

پر نوموړي د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په لسګونو بریدونو کې ګڼ ولسي مشران، فعالان، دیني عالمان، سیاستوالان، پخواني وسلوال، حکومتي کارکوونکي او عادي وګړي په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي. په دغو بريدونو کې د زياترو ذمه واري چا نه ده منلې.

بلخوا د جنورۍ پر ۱۲مه د لکي مروتو د جبار خېلو درې تنګ پله سره په يو بمي بريد کې د لکي مروتو تاڼېدار (اېس اېچ او) رزاق خان او دوه نور پوليس سرتېري ژوبل شول.

د لکي مروتو پولیسو ویاند قدرت الله مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د جنورۍ پر ۱۲مه مازيګر مهال د پولیسو بکتربند ګاډی په ریموټ کنټرول بم سره په نخښه کړ چې دغه ژوبله يې واړول.

د دغه بريد ذمه واري هم تر اوسه چا نه ده منلې.

تر دې وړاندې، پر همدې ورځ ماسپښین شاوخوا یوه بجه په ټانک کې د ګومل تاڼې د پولیسو بکتربند ګاډی تر سړک غاړې د ښخ بمي برید ښکار شوی وو، چې په نتيجه کې يې د ګومل تاڼېدار او د هغه مرستیال (ایډېشنل اېس اېچ او) په ګډون شپږ سرتېري وژل شوي ول.

د هغې حملې ذمه واري هم چا نه وه منلې.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.

پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG