د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې دوو جلا جلا پېښو کې ۲ کسان وژل شوي دي


په بنو کې پوليس د امنيت ساتلو لپاره پر سړک پهره کوي ـ انځور له ارشيفه
په بنو کې پوليس د امنيت ساتلو لپاره پر سړک پهره کوي ـ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا په بنو کې په دوو جلا جلا پېښو کې دوه تنه وژل شوي دي.

د بنو پولیسو د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۴مه شپې مهال په خدري مامندخېلو سیمه کې وسلوالو يو ځايي کس وژلی چې جسد يې د سړک پر غاړه موندل شوی دی.

بلخوا پولیسو ويلي چې پر همدغه ورځ د بنو په ترنګ قبرستان کې وسلوالو د څارویو یو ډاکټر وژلی او تښتېدلي دي.

د دواړو پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

پولیسو ویلي چې د "ناپېژندلیو کسانو" پرضد یې مقدمه درج کړې ده.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه سهار وختي په بنو کې د ډومېل تاڼې په حدودو کې وسلوالو پر یو ګاډي ډزې وکړې او پکې سپاره درې کسان يې ژوبل کړل.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه د شخصي دښمنۍ پېښه وه او که وسلوال برید وو او مسوولیت یې هم چا نه وه منلې.

په بنو او شاوخوا سیمو کې تر دې وړاندې هم پر ولسي خلکو دا ډول بریدونه ترسره شوي دي. د جنورۍ پر ۱۳مه هم په بنو کې وسلوالو د امن کمېټۍ څلور غړي وژلي ول. د هغې حملې ذمه واري هم چا نه وه منلې.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.

د هغو سیمو اوسېدونکو په نښتو او د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.

بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.

پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د جنورۍ پر ۱۰مه په یو بیان کې دعوه وکړه چې د همدې میاشتې پر اتمه یې په شمالي وزیرستان او کورمه کې په هدفي عملیاتو کې ۱۱ مشکوک وسلوال وژلي دي.

XS
SM
MD
LG