د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان او بنو کې په حملو او د ناامنۍ پېښو کې ۷ ولسي وګړي وژل شوي دي


د پاکستان پوځ سرتېري په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - انځور له ارشیفه.
د پاکستان پوځ سرتېري په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - انځور له ارشیفه.

د خيبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان او بنو کې په مختلفو حملو او د ناامنۍ په پېښو کې اووه ولسي وګړي، یو پولیس او یو مشکوک وسلوال وژل شوی دی.

په شمالي وزیرستان کې د استخباراتي ادارې یو چارواکي د جنورۍ پر ۱۱مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د دته خېلو په سپینوام کې ډرون برید کړی دی چې پکې پینځه ولسي وګړي او یو مشکوک وسلوال وژل شوي.

د سیمې یو اوسېدونکي، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډيو ته وویل، یوشمېر ځايي وګړي او وسلوال په سپینوام کې تر یو څپر لاندې ناست ول چې ورباندې د ډرون الوتکې توغندي برید وشو.

دی وايي، په پېښه کې دوه مشکوک وسلوال او درې ولسي وګړي ژوبل شوي هم دي.

د سپینوام اوسېدونکي وویل، وروسته امنیتي سرتېري د برید ځای ته ورغلل او ژوبل وسلوال یې له ځان سره انتقال کړل.

ده زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو د سیمې خلکو ته ویلي دي چې د بریدونو د خطر له وجې دې له وسلوالو سره له ناستې پاستې ډډه کوي.

چارواکو دا نه دي ویلي چې وژل شوی او ژوبل وسلوال د کومې ډلې غړي ول او کومې ډلې هم لا د برید په اړه څه نه دي ویلي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.

د هغو سیمو اوسېدونکو په نښتو او د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.

د ډېسېمبر پر ۲۵مه د شمالي وزیرستان په میرلي کې د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمینځ په نښته کې پر کورونو د مرمیو لګېدو په پېښو کې د ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۵ ولسي وګړي ژوبل شول ول.

تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۱۷مه هم په سیمه کې د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمینځ په نښتو کې پر کورونو د هاوان (مارټر) مرمیو لګېدو په پېښو کې یو ولسي وګړی وژل شوی وو او پینځه ژوبل شوي ول.

د میرلي اوسېدونکو هغه مهال مشال راډيو ته ویلي ول، کله چې وسلوال له ابادۍ څخه پر پوځي کیمپ توغندي وولي، نو هغوی بیا له کیمپه مارټر مرمۍ ولي او له هېلېکاپټرو او ډرونونو څخه بمونه غورځوي.

د شمالي وزیرستان انتظامیې او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.

په ضلع کې د پوځ مشر مېجر جنرال عادل افتخار وړایچ د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د اتمانزیو جرګې له مشرانو سره یې د سیمې د امنیت په اړه مشورې کړې دي، د وسلوالو تر ختمولو پورې کارروایانو ته دوام ورکوي او د دې لپاره د ولسي مشرانو له ملاتړه برخمن دی.

نوموړي زیاته کړې وه چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو د خوندي ساتلو "پوره هڅه" کوي.

په بنو کې د ناامنۍ پېښې

په همدې حال کې د بنو پولیس وايي چې هلته په دوو جلا، جلا پېښو کې دوه ولسي وګړي او یو پولیس وژل شوی دی.

د بنو پولیسو مشال راډيو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۰مه یې شپې مهال په بکاخېلو کې د هغو دوو کسانو مړي موندلي دي چې څو ورځې وړاندې وسلوالو تښتولي ول.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغوی چا او ولې تښتولي او وژلي دي.

بیان زیاتوي چې په هم هغه سیمه کې وسلوالو د پولیسو یو سرتېری هغه مهال وژلی چې د ماخوستن تر لمانځه وروسته کور ته روان وو.

د هغه برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په خیبر پښتونخوا کې په تېرو کلونو کې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو دا ډول حملې خورا زیاتې شوې دي.

د جنورۍ پر نهمه وسلوالو د خیبر د جمرود په شاکڅ کې د پولیسو د ځانګړې څانګې (سپېشل برانچ) یو سرتېری ووژاه. تر دې مخکې پر هم هغه ورځ په باجوړ کې په یو وسلوال برید کې د پولیسو یو سرتېری وژل شوی وو.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.

پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د جنورۍ پر ۱۰مه په یو بیان کې دعوه وکړه چې د همدې میاشتې پر اتمه یې په شمالي وزیرستان او کورمه کې په هدفي عملیاتو کې ۱۱ مشکوک وسلوال وژلي دي.

XS
SM
MD
LG