د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کواټ کې د پولیسو تاڼېدار وژل شوی دی


د تاڼېدار مصدق خان تر وژلو وروسته وسلوال وتښتېدل.
د تاڼېدار مصدق خان تر وژلو وروسته وسلوال وتښتېدل.

د خيبر پښتونخوا په کواټ کې د پوليسو يو تاڼېدار نامعلومو وسلوالو په ډزو وژلی دی.

د ضلعې د پولیسو ویاند نعمان زېب مشال رېډیو ته په استولي بیان کې ويلي چې پېښه د جنورۍ پر ۱۸مه په نصرت خېلو کې کې شوې ده.

بیان زیاتوي چې وسلوالو د پولیسو تاڼېدار مصدق خان په نښه کړ او وتښتېدل.

د پوليسو ځايي مشر شهباز الهي د پېښې ځای ته ورغلی او ويلي يې دي چې د وسلوالو پرضد یې د لټون عمليات پېل کړي دي.

چا تر اوسه د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG