د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، پولیسو یې د شاه فیصل غازي په ګډون۳ غړي نیولي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ شاه فیصل غازي ـ فوټو له ارشیفه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ شاه فیصل غازي ـ فوټو له ارشیفه.

پښتون ژغورنې غورځنګ وایي،د ډیره اسماعیل خان پولیسو یې د سروکي تحصیل مخکښ شاه فیصل غازي او دوه نور غړي نیولي دي.

د غورځنګ غړي مصطفا چمتو د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د اګست پر ۲۰مه له شاه فیصل غازي سره د هغه ملګري محمد فدا او جمال مالیار ونیول.

هغه وویل '' د اسلام اباد جلسې نه د واپسۍ په وخت چې کله دوی د یارک سیمې ته راورسېدل نو په انټرچېنج پولیسو ونیول. موږ د ډي ای خان بېلا بېلو تاڼو ته ولاړو خو هغوی وايي چې صدر تاڼې ته مو ورکړي او صدر پولیس وايي چې له موږ سره نشته."

مصطفا چمتو وویل چې دا کسان تر اوسه عدالت ته هم نه دې وړاندې کړل شوي.

د یارک تاڼې د پولیسو یو مشر ذیشان خان مشال راډیو ته وویل چې دا کسان دوی نه دي ګرفتاره کړي او نه ورسره بنديان دي.

نورو امنیتي ادارو هم د شاه فیصل غازي او د هغه د دوو ملګرو د ګرفتارولو په اړه لا څه نه دې ویلي.

دا له هغه وروسته ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې پر جي ټي روډ د امن لپاره جلسه کړې وه. تر دې وروسته د غورځنګ مخکښ علي وزیر او یو شمېر نور هم نیول شوي دي.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر مخکښان او پلویان نیول شوي دي.

د پي ټي اېم د مرکزي کمېټۍ غړي عین الله د اګست پر ۱۴مه مشال راډيو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د ټانک ښار تاڼې پولیسو د اګست ۱۳مې پر ماخوستن د غورځنګ یو غړی زوهېب پښتین له خپل کوره نیولی دی.

دی وايي، پښتین د شپې تر ناوخته پورې په هغه تاڼه کې وو خو وروسته بیا د استخباراتي ادارو کارکوونکو له هغه ځایه بیولی دی.

عین الله زیاتوي چې پولیسو ورته رپورټ نه دی ښوولی چې پښتین یې په کوم تور نیولی دی خو د ټانک ښار یا سټي تاڼېدار افتاب عالم د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې نوموړی ((پولیسو ته مطلوب)) وو نو ځکه یې نیولی دی خو دا یې روښانه نه کړه چې هغه په کوم تور نیول شوی دی.

دا راز د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د پي ټي اېم د چارو همغږي کوونکي اویس ابدال د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د یکشنبې (اتوار) پر ورځ پولیس د غورځنګ دفتر ته ورغلل او له هغه ځایه یې د مرکزي کمېټی غړي ذوالقرنین باچا او حسین اغا ګرفتار کړل. خو د چمن د پولیسو مشر نعیم اڅکزي ویلي چې د غورځنګ یو غړی یې هم نه دی نیولی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG