د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کابینې غړو لوړه وکړه


انوار الحق کاکړ د اګست پر ۱۴مه د وزیراعظمۍ دندې لوړه کړې وه.
انوار الحق کاکړ د اګست پر ۱۴مه د وزیراعظمۍ دندې لوړه کړې وه.

په پاکستان کې د لنډمهالي حکومت وفاقي کابینې ۱۶ وزیرانو د خپلو دندو لوړه کړې ده.

د پاکستان دولتي راډیو او دولتي ټېلېوېژن د اګست پر ۱۷مه وویل چې ولسمشر عارف علوي لندمهاله وزیرانو ته سوګند ورکړ.

په دې لړ کې په اسلام اباد کې د ولسمشر په ماڼۍ کې په غونډه کې د لنډمهالي وزیراعظم په ګډون یوشمېر لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ.

د پاکستان دولتي رسنۍ وايي چې په کابینه کې پخوانی ډېپلوماټ جلیل عباس جېلانی، د دولتي بانک پخوانۍ مشره شمشاد اختر، د بلوچستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر سرفراز بګټی، د سیاسي چارو شنونکی مرتضا سولنګی، ساینسپوه ډاکتر عمر سیف او نومیالی هنرمند جمال شاه هم شامل دي.

د پاکستان د ولسمشر د دفتر په فرمان، چې یو نقل یې مشال راډیو هم ترلاسه کړی، کې راغلي په کابینه کې ۱۶ وزیران شامل دي او پکې له ولسمشره د وزیراعظم د درو سلاکارانو د ګومارلو غوښتنه هم شوې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د اګست پر ۱۴مه انوار الحق کاکړ د لنډمهالي وزیراعظم په توګه د دندې لوړه وکړه.

د پاکستان پخواني وزیراعظم شهباز شریف او په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو مشر راجا ریاض احمد د اګست پر ۱۲مه ۵۲ کلن کاکړ د وزیراعظمۍ څوکۍ ته نومولی وو.

انوار الحق کاکړ به د عامو انتخاباتو په نتیجه کې د نوې قامي اسمبلۍ تر جوړېدو پورې وزیراعظم وي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي دفتر د اګست پر نهمه قامي اسمبلي ړنګه کړه.

د قامي اسمبلۍ تر ماتېدو او د نګران حکومت تر جوړېدو وروسته کمېشن د انتخاباتو نېټه اعلانوي او په دې برخه کې تیارۍ پیلوي.

په پاکستان کې د قانون له مخې منتخب حکومت خپله پینځه کلنه موده تر پوره کولو وروسته واک نګران حکومت ته سپاري چې هغه بیا د ټاکنو له کمېشن سره په شریکه په ۹۰ ورځو کې انتخابات کوي او چارې نویو واکدارانو ته سپاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG