د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پولیس وايي د ناامنۍ پرضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی


د جولای پر ۲۰مه په باړه کې د تحصیل پر ودانۍ برید کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.
د جولای پر ۲۰مه په باړه کې د تحصیل پر ودانۍ برید کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.

په وروستیو کې د خيبر پښتونخوا پر پوليسو او امنیتي ځواکونو وسلوال بريدونه بیا زیات شوي دي. د جولای پر ۲۰مه د خیبر ضلعې په باړه کې د پخواني تحصیل پر ودانۍ په ځانمرګو بریدونو کې څلور پولیس ووژل شول او د پینځو سرتېرو په ګډون ۱۰ تنه ژوبل شول.

د رسنیو په وینا، تر دې یوه ورځ مخکې په پېښور او ډېره اسماعیل خان کې په وسلوالو حملو کې درې پولیس سرتېري ووژل شول.

داراز، د جولای پر ۱۸مه د پېښور په حیات اباد کې د اېف سي ځواک له یوه ګاډي سره نېږدې په ځانمرګي برید کې اته تنه ژوبل شول.

د پېښور د پولیسو د عملیاتي چارو مشر هارون رشید مني چې په وروستیو کې بریدونه زیات شوي دي خو وايي، د مخنیوي هڅې یې کوي.

نوموړي د جولای پر ۲۰مه له مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې هڅه کوي چې په حملو کې ککړ وسلوال ژر ګرفتار کړي. "موږ د استخباراتي معلوماتو پر اساس د وسلوالو د لټون عملياتو ته دوام ورکړي دی. د ترهګرۍ ضد څانګه مو په دې برخه کې فعاله ده او ځينې وسلوال يې نيولي هم دي. دا سمه ده چې په تېرو څو ورځو کې پر پوليسو وسلوال بريدونه زيات شوي، خو کاروایۍ مو روانې دي او په هغو حملو کې ککړ وسلوال به ژر ګرفتار شي. د مختلفو ترهګرو ډلو، لکه تحريک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار نومونه مخې ته راځي. پوليس ځوانان مو تيار او حوصلې يې لوړې دي."

د خيبر پښتونخوا ترڅنګ په بلوچستان کې هم د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان له لوري له حکومت سره د اوربند تر ختمولو وروسته بریدونه زیات شوي دي.

په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو څېړنیزې ادارې (پاکستان انسټيټيوټ فار کنفلېکټ اېنډ سېکوريټي سټډيز) په جولای کې په خپل يو رپورټ کې وويل چې د ۲۰۲۳ز په اولنيو شپږو مياشتو کې په ملک کې په "ترهګرو او ځانمرګو بريدونو کې په مرحله واره توګه اضافه" شوې چې پکې ۲۸۹ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري په جون کې په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي ول چې د ملک امنيتي ځواکونو روان کال ۱۳،۶۱۹ استخباراتي عمليات کړي چې پکې يې د ده په خبره، ۱،۱۷۲ وسلوال نیولي یا وژلي دي.

خو په پېښور کې خبريال او د امنيتي چارو شنونکی شميم شاهد د ناامنۍ لپاره ریاستي ادارې ملامتوي.

د ده په اند، تر هغې چې د پاکستان پوځي اېسټيبلېشمنټ د خپلو ګټو لپاره په وسلوالو کې د توپیر له تګلارې لاس نه وي اخیستی، د هېواد او په تېره د پښتنو سيمو امنيت نه شي ښه کېدای. "زموږ ادارو يوه ته ګوډ (ښه) او بل ته بيډ (بد) طالب ويلي دي. زه وايم په طالبانو کې هېڅ ګوډ نه شته بلکې ټول بيډ دي. موږ ګورو چې په تېرو درو ورځو کې په پېښور او شاوخوا کې درې لويې پېښې وشوې، چې پکې د شپږ پوليس سرتېرو د وژل کېدو خبرونه راغلي دي. له تحريک طالبان پاکستان سره تړلې يوه ډله ده چې کله ځانته جماعت الاحرار او کله تحريک جهاد [پاکستان] وايي او د دې پېښو ذمه واري اخلي. د ترهګرۍ ضد د رياستي ادارو ناسمې پالېسۍ دي چې د پښتنو سيمه يې ناامنه کړې ده."

په پاکستان کې له څه د پاسه یوې نیمې لسیزې راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسلوال طالبان چې په افغانستان کې به یې پخوا د نړیوالو ځواکونو او د جمهوري حکومت پر ضد بریدونه کول اصطلاحاً "ښه طالبان" بلل کېدل او چې په پاکستان کې حملې کوي، د "بدو طالبانو" په نوم یادېږي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې نه یوازې دا اصطلاح رد کړې او ناسمه یې بولي بلکې زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسلوالو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.

د پاکستان پوځ او حکومت د جولای پر ۱۲مه په ژوب کې پر چاوڼۍ تر وسلوال برید وروسته په افغانستان کې د پاکستانیو طالبانو د پټنځایونو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړه.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جولای پر ۱۵مه تور پورې کړ چې افغانستان د "یو ګاونډي هېواد په توګه خپل کردار نه ترسره کوي" او د طالبانو حکومت هلته "ترهګرو ته پټنځایونه" ورکړي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان پوځ په بیان کې ویلي ول چې د طالبانو له حکومته تمه لري چې د افغانستان خاوره به د "هېڅ هېواد پرضد د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته پرې نه ږدي" او د ۲۰۲۰ز کال د دوحې موافقې ژمنې پوره کړي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې وسلوالو ته د پټنځایونو ورکولو په اړه د اصف او پوځ تورونه رد کړل. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای پر ۱۵مه مشال راډیو ته په استولي غږیز بیان کې ویلي ول چې "طالبان د جنګونو له زیانونو خبر دي او نه غواړي چې بل چاته دغه زیانونه ورسوي."

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي دي چې حکومت یې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د جولای پر ۲۰مه په بیان کې ویلي دي چې متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کتنه کې وویل چې "افغانان هېڅکله چا ته ضرر نه رسوي. موږ نه پرېږدو چې خاوره مو د کوم هېواد خلاف وکارول شي او تل مو هڅه دا وي چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي."

درانی د ژوب تر برید شاوخوا یوه اوونۍ وروسته د جولای پر ۱۹مه کابل ته ولاړ.

طالبانو په دوحه کې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په تړون کې ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.

XS
SM
MD
LG