د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند: د ترهګرۍ ضد پر تګلارو دې ټولې غاړې وپوښتل شي


د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان یو غونډې ته د وینا پر مهال. (انځور: ارشیف)
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان یو غونډې ته د وینا پر مهال. (انځور: ارشیف)

عوامي نېشنل ګوند د پاکستان له وفاقي حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د ترهګرۍ ضد جوړېدونکې ټولې تګلارې باید د ټولو غاړو په سلا مشوره جوړې شي.

د یاد ګوند مشرتابه ویلي چې "ترهګري دې یوازې په امنیت نه بلکې په معاشي، سیاسي او ټولنیز ملاتړ ختمه کړل شي."

د عوامي نېشنل ګوند مشرانو دا څرګندونې د جنورۍ پر څلورمه د پېښور په باچا خان مرکز کې د مرکزي کونسل د دوه ورځنۍ غوڼدې په پای کې کړې دي.

د یاد ګوند مرکزي ویاند احسان الله خان د جنورۍ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې له تېرو ۵۰ کالو راهیسې ولس بې واکه کړل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د دې مودې په اوږدو کې په ملک کې ټولې جمهوري ادارې کمزورې کړل شوې دي.

ده وویل، "د خلکو د رایې احترام نه کېږي او سیاست له ولسه پرته روان دی او دا تاریخي تسلسل دی او اوس خبره دې ځای ته راغلې ده چې په هیڅ ډول معاملاتو کې له چا پوښتنه نه کېږي."

نوموړي په ملک کې روانې ناامنۍ ته په اشاره زیاته کړه چې اوسنیو صوبايي حکومتونو ته لا هم دومره نوبت نه ورکول کېږي چې په دې حواله ځان پوهه کړي.


د عوامي نېشنل ګوند ویاند وویل، دوی له پاکستان تحریک انصاف سره سیاسي اختلاف لري خو د پوښتنه راپورته کړه چې "په مرکز کې د مسلم لیګ نون په مشرۍ وفاقي حکومت چې څومره کیسې (پرېکړې) کوي په هغه کې یې د خیبر پښتونخوا له صوباييي حکومت سره څومره رابطه ده."

یاد ګوند د مرکزي کونسل تر غونډه وروسته په خپره کړې اعلامیه کې دا غوښتنه هم کړې ده چې له افغانستان سره دې ټولې مسلې د خبرو اترو له لارې هوارې کړل شي او هلته بند پاتې ټول وګړي دې ستانه کړل شي.

دوی غوښتنه کړې ده چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې دې له ټولو بشري حقونو د سرغړونو مخه ونیول شي او د ایین په چوکاټ کې دې د خلکو ازادۍ ته احترام وشي.

خبرپاڼه زیاتوي، "د سیاسي او ټولنیزو کارکوونکو پرضد دې دروغجنې مقدمې ختمې کړل شي او پر سیاسي بنیادونو پر خلکو لګول شوي سفري بندیزونه دې لرې کړل شي."

د ګوند ویاند احسان الله خان د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی د وسلوالو پرضد پوځي عملیات ځکه ردوي چې د ده په وینا د تېرو عملیاتو هیڅ مثبتې نتیجې مخې ته نه دي راغلې.

د عوامي نېشنل ګوند له خوا دا غوښتنې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې په پاکستان کې نه یوازې د حکومت او اپوزېشن ګوندونو ترمنځ ناندرۍ روانې دي بلکې د خیبر پښتونخوا په کورمه او خیبر کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو تیاري هم شوې ده.

د پاکستان پوځ او وفاقي حکومت په دې سیمو کې پر دې سربېره عملیات کول غواړي چې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت اعلا وزیر سهېل اپرېدي یې په وار وار څرګند مخالفت کړی دی.

خو د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ او د خیبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي بیا نه یوازې د عملیاتو ملاتړ کړی بلکې پر صوبايي حکومت یې هم غږ کړی چې له پوځ او وفاقي حکومت سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG