د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي په صوبه کې د تلپاتې امن لپاره د نومبر پر ۱۲مه د ترسره شوې امن جرګې متفقه اعلامیه وزیراعظم شهباز شریف ته لېږلې ده.
دا خبره د ډېسېمبر پر ۲۵مه د بابر سلیم سواتي پر اېکس پاڼه په خپاره شوي یو بیان کې شوې ده. په بیان کې د هغې جرګې د هدف او په هغه کې د شویو پرېکړو په اړه تفصیل ورکړل شوی دی.
د جرګې اعلامیه ټینګار کوي چې خیبرپښتونخوا له پېچلو امنیتي ننګونو سره مخ ده او د دې ستونزو حل یوازې په پوځي عملیاتو نه کېږي، بلکې د سیاسي همغږۍ، ټولنیز باور او دوامدارې مشورې له لارې رښتینی او اوږد مهاله امن ممکن دی.
په بیان کې کې ویل شوي چې په هغه جرګه کې ټولو ګډونوالو په یوه خوله ګډه اعلامیه منظوره کړې وه چې د دوی په وینا، "د صوبې د امن او ثبات لپاره د لارښوني چوکاټ حیثیت لري"
د جرګې په بحثونو کې د قبایلي سیمو امنیتي وضعیت، د ولسي مشارکت اړتیا، د تاوتریخوالي د مخنیوي لارې، او د حکومت او امنیتي ادارو ترمنځ د همکارۍ میکانېزم هم شامل وو.
سپیکر بابر سلیم سواتي په خپل لیک کې لیکلي چې د صوبایي اسمبلۍ د امنیتي چارو ځانګړې کمیټۍ به دا مشورتي عمل دوامدار ساتي او د ټولو اړخونو د نظرونو پر بنسټ به راتلونکې تګلاره جوړوي.
هغه له وفاقي حکومته غوښتنه کړې چې د جرګې د اعلامیې د عملي کولو لپاره لازم ملاتړ وکړي، څو په صوبه کې دايمي امن، ثبات او د خلکو د ژوند او مال خونديتوب باوري شي.
د وزيراعظم دفتر د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيکر د لیک په اړه په رسمي توګه لا څه نه دي ويلي. د پاکستان په مرکز کې د مسلم لیګ نون په مشرۍ اتحادي حکومت دی او په خیبر پښتونخوا کې بیا د تحریک انصاف واکمني ده.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل اپرېدي د جرګې د پرانیستونکې وینا پر مهال د بېلابېلو ګوندونو د مشرانو او غړو مننه کړې وه چې په جرګه کې یې ګډون کړی وو.
سهېل اپرېدي وویل، هغه تمه لري چې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره به د جرګې مشران یوه ګډه کړنلاره پیدا کړي او په صوبه کې به امن ته لاره هواره شي.
اپرېدی د اکتوبر پر ۱۳مه په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اکثريت رايو په اخیستو سره د هغې صوبې نوی اعلاوزير منتخب شوی وو او د اکتوبر پر ۱۵مه يې د خپلې څوکی لوړه کړې وه.
نوموړي تر اوسنۍ جرګې وړاندې د اکتوبر پر ۲۵مه د خیبر ضلعې په باړه کې هم د سولې په اړه په وربلل شوې جرګې کې ګډون کړی وو.
نوموړي د باړې امن جرګې ته د وینا پر مهال ویلي وو: "موږ امن پاڅونونه وکړل او پر ریاست مو غږ وکړ چې نوره قرباني نه شو ورکولای خو پر دې سربېره په دې سیمه کې د یوه بل پوځي اپرېشن (عملياتو) تیاری روان دی او له جېټ جهازونو بمبارۍ کېږي."
نوموړي د اکتوبر پر ۱۳مه تر منتخب کېدو وروسته د اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې ويلي وو چې هېچا ته به په خيبر پښتونخوا کې د پوځي عملياتو اجازه ور نه کړي.
خو د اعلا وزیر سهېل اپرېدي پر مخالفت سربېره ټاکل شوې چې د جنورۍ پر ۱۰مه د خیبر له تیرا څخه خلک کډې پیل کړي او ورپسې هلته د وسلوالو پرضد عملیات پیل شي.