د خیبرپښتونخوا د لکي مروت پولیس وايي د لکي سېمنټ فېکټري پر بس برید کې یو تن وژل شوی او ۸ کسان نور ژوبل شوي دي.
د لکي مروت د پولیسو وياند قدرت الله مشال راډيو ته وويل چې دا پېښه د جنورۍ پر پینځمه سهار وختي هغه وخت رامنځ ته شوې چې د فېکټري د مزدورانو بس ملازيمن کار ته وړل.
ده وویل چې برید د سړک غاړې ته د ښخ کړل شوي بم په وسیله شوی او په ټپیانو کې دوې مېرمنې هم شاملې دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.
لکي مروت د خیبر پښتونخوا له هغو سیمو ده چې له اوږدې مودې پکې امنیتي حالات خورا خراب دي. هلته وسلوال پرلپسې پر امنیتي ځواکونو او حکومتي کارکوونکو بریدونه کوي.
د لکي مروت پولیس يو چارواکي شاهد خان د جنورۍ پر څلورمه، مشال راډيو ته وويل چې سهار مهال وسله والو د نورنګ تاڼې په حدودو کې پر ټريفيک پولیسو برید وکړ.
د هغه په وينا په وژل شويو کې د ټريفيک پولیسو انچارج، جلال خان او دوه نور سرتېري عزیزالله او عبدالله شامل دي.
د هغې پېښې ذمه واري هم چا نه ده منلې. د پاکستان امنیتي چارواکي په دې سیمه کې د زیاتره بریدونو او چاودنې پړه پر تحریک طالبان پاکستان اچوي.