د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې وسلوالو یو تن وژلی او ۳ یې ټپي کړي دي


باجوړ د خیبر پښتونخوا یو له هغو سیمو دی چې په پرلپسې توګه پکې د ناامنۍ پېښې رامنځ ته کېږي. (انځور: ارشیف)
باجوړ د خیبر پښتونخوا یو له هغو سیمو دی چې په پرلپسې توګه پکې د ناامنۍ پېښې رامنځ ته کېږي. (انځور: ارشیف)

د خيبرپښتونخوا د باجوړ په برنګ تحصیل کې ناڅرګنده وسلوالو یو تن وژلی او د دوو پولیسو په ګډړون يې درې کسان ژوبل کړي دي.

د باجوړ پوليسو وياند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر درېیمه سهار وختي ناڅرګنده وسلوالو د برنګ تحصیل په کوهي سر سیمه کې د پوليسو پر چيک پوسته بريد وکړ چې پکې يو عام وګړی ووژل شو.

اسرار وايي د وسلوالو په ډزو کې د يو ځاي سکول چوکېدار او دوه پوليس هم ژوبل شوي دي. ده زیاته کړه چې د نامعلومه کسانو ضد يې د ترهګرۍ مقدمه درج کړې او پلټنې يې پيل کړيدي.

لا هم د دې بريد زمه واري چا نه ده منلې خو د باجوړ په تنګي سلارزو کې د يادې پېښې او نورې ناامنۍ ضد مظاهره شوې او له حکومته د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې.

باجوړ د خیبر پښتونخوا یو له هغو سیمو دی چې په پرلپسې توګه پکې د ناامنۍ پېښې رامنځ ته کېږي. ځايي خلکو وخت پر وخت د احتجاجونو پر مهال حکومت او امنیتي ادارې تورنې کړې دي چې د وسلوالو پر فعالیتونو سر سترګې پټې کړې دي.

خو حکومتي او امنیتي چارواکو په وار وار ویلي چې دوی د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG