د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوليس وايي په پېښور کې يو نر ښځی په ډزو وژل شوی دی


په خیبر پښتونخوا کې له ۲۰۱۵م څخه تر ۲۰۲۴م کاله په دې صوبه کې ۱۲۵ نرښځيان وژل شوي وو.
په خیبر پښتونخوا کې له ۲۰۱۵م څخه تر ۲۰۲۴م کاله په دې صوبه کې ۱۲۵ نرښځيان وژل شوي وو.

د پیښور پوليس وايي د جنورۍ پر دویمه د ښار په حسن ګړۍ سیمه کې يو نر ښځی په ډزو وژل شوی دی.

د فقير اباد تاڼې يو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د باسط په نامه د ۲۷ کلن نر ښځي پلار مومن خان د هغه د وژلو دعوه په وقار نومې کس کړې ده چې د وژل شوي نر ښخي ملګرې وو. د ملزم له خوا تر اوسه څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

پوليس زیاتوي چې د قتل مقدمه يې درج کړې او پلټنې يې پيل کړې دي خو تر دې دمه يې د نر ښخي د قتل په تور څوک نيولي نه دي.

په خیبر پښتونخوا کې د نرښځيانو د حقونو لپاره کار کوونکي تنظيم ټرانسجېنډر الاینس د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۵م څخه تر ۲۰۲۴م کاله په دې صوبه کې ۱۲۵ نرښځيان وژل شوي وو.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG