د خیبرپښتونخوا وزيراعلی سهيل افرېدی وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغو غړيو د خوشې کولو په اړه یې له ځينو امنيتي ادارو سره خبر کړې دي خو لا هم د هغوی په خوشې کولو کې نه دی بریالی شوی.
افريدي د دیسمبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې يوې غونډې ته وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غړي د خیبرپښتونخوا د حکومت لخوا د ورغوښتل شوې امن جرګې وروسته وړل شوي دي. د هغه په وينا د هغو کسانو وړل ډير غلط کار دی.
نوموړي زیاته یې کړه: "له بدقسمتۍ چې چاته په امن کې نقصان ښکاري، هغوی زموږ د امن جرګې د ګډوډولو لپاره له اسمبلۍ بهر، د پي ټي اېم هغه دوه غړي پورته کړل چې زموږ مېلمانه وو او جرګې ته راغلي وو. ما له دوی سره خبرې وکړې او ما ورته وويل چې که تاسو د يو چا په وينا خلک پورته کوئ، نو ستاسو هغه سلاکاران ډير بېوقوف او نالایق دي. ما دوی ته وويل چې د خلکو تښتول به ستاسو عزت زیات نه بلکې لا نور کم کړي."
پولیسو، وفاقي حکومت او استخباراتي ادارو لا پر دې موضوع څه نه دي ويلي.
په خیبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت د نومبر پر ۱۲مه د ټولو ګوندونو، قومي مشرانو او مدني فعالانو يوه جرګې کړې وه. د پي ټي اېم مشر منظور پشتین د نومبر پر ۱۲مه، ويلي وو چې پولیسو او د استخباراتي ادارو کارکوونکو یې د غورځنګ د پلاوي غړي "تر تشدد وروسته تښتولي" چې هغې جرګې ته ورغلي وو.
د پي ټي اېم په پلاوي کې په سیند کې د غورځنګ صوبايي مشر نور الله ترين او د غورځنګ مخکښ غړي حنیف پشتين او محمد نظیف چې په نظیف لالا مشهور دی، شامل وو. خو وروسته محمد نظیف په اشنغر کې خپل کور ته ستون شوی وو. بل پلو د نومبر پر ۲۰مه په پېښور پوهنتون کې زده کوونکو د پي ټي اېم د فعالانو د نیولو پر ضد مظاهره کړې وه او ويلي يې وو چې پولیسو د پېښور پوهنتون دوه زده کوونکي عدنان وزیر او حبیب وزیر هم نیولي دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې د پي ټي اېم غړي ولې "نيول شوي دي" خو له جرګې په راوتلو ويډيوګانو کې ښکاري چې هغه کسان د پاکستان ملي سرود ته نه وو ودرېدلي. نور الله ترين د جرګې له تالاره تر وتلو وروسته خبریالانو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې هغوی ته د خبرو موقع ور نکړل شوه نو ځکه یې له جرګې پرېکون وکړ. ترين زیاته کړې وه چې ملي سرود ته "ځکه نه وو ودرېدلي چې په پښتنه سیمه کې یې د ناامنۍ په اړه احتجاج کاوه".
تر هغې وروسته ترين او نور ملګري یې چا نه دي لېدلي. خو سهېل اپرېدي د نومبر پر ۱۳مه په يوه خبري غونډه کې د خبرو په وخت، د هغې صوبې د پوځ پر مشر (کور کمانډر) غږ کړی وو چې د پي ټي اېم د مخکښو فعالانو د بې درکۍ "معامله" دې وګوري. هغه خبرداری ورکړی وو چې که داسې ونشي نو بیا به یې، غبرګون "ډېر سخت" وي.
په پېښور های کورټ کې د نومبر پر ۲۱مه د پښتون ژغورنې غورځنګ د لادرکو کسانو د قضیې اورېدنه شوې وه چې پکې عدالت د خیبر پښتونخوا د پولیسو له مشر ځواب وغوښت. د پېښور پولیسو په دې اړه تراوسه څه نه وو ويلي خو د دیسمبر پر اتمه، د دې قضيې تر یوې بلې اورېدنې وروسته، د غورځنګ وکیل شاه محمد خان مشال راډيو ته وويل چې عدالت له پولیسو وغوښتل چې د استخباراتي ادارو د غړو په ګډون دې یوه ګډه پلټنیزه ډله جوړه کړي او د ورکو کسانو پته دې ولګوي.