د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا حکومت د شمالي وزیرستان له کډوالو سره د مرستې لپاره ۳۵ کروړه روپۍ جاري کړې دي


له شمالي وزیرستانه په ۲۰۱۴ز کال کې یو مېلیون خلک کډوال شوي ول چې ماشومان هم پکې ول ـ پخوانی انځور
له شمالي وزیرستانه په ۲۰۱۴ز کال کې یو مېلیون خلک کډوال شوي ول چې ماشومان هم پکې ول ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا حکومت له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د شمالي وزیرستان له بې کوره کړل شویو کسانو سره د مرستې لپاره ۳۵ روپۍ جارې کړې دي.

د پي ډي اېم اې ویاند احسان داوړ د فبرورۍ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې دا پيسې به د میاشتنۍ مرستې په توګه د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شویو خلکو ته ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا هرې بې ځایه شوې کورنۍ ته به د موبایل سیم کارت له لارې ۲۰،۰۰۰ نغدي مرسته ور ورسېږي.

پي ډي اېم اې ويلي چې له هغوی سره د شمالي وزیرستان ۱۸،۰۰۰ بې کوره کړل شوي کورنۍ ثبت دي چې دغه مرستې به ترلاسه کوي.

دا هغه کورنۍ دي چې تعلق یې د دته خېلو او شوال سره دی او دوی کلونه وړاندې په ۲۰۱۴ز کال کې د ضرب عضب د عملیاتو پر مهال له شمالي وزیرستانه کډو کولو ته اړ شوي ول.

له شمالي وزیرستانه د ضرب عضب عملیاتو له وجې شاوخوا یو مېلیون خلک کډو کولو ته اړ شوي ول خو د حکومت په وینا نور یې وار له مخې خپلو سیمو ته ستنول شوي دي خو د دته خېلو او شوال بې کوره شوي خلک لا هم په بنو او خواوشا سیمو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

د عملیاتو پر مهال د میرامشا، میرلي او دته خېلو درې لوی بازارونه ړنګ شوي ول. په ۲۰۱۶ز کال کې د هغو خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو چې له هغه وخت راهیسې زیاتره خلک خپلو سیمو ته ستانه شوي، خو زرګونه کورنۍ لا هم په بکاخېلو او په افغانستان کې پرتې دي.

د پي ډي اېم اې ویاند احسان داوړ وايي، هغه کورنۍ چې تر دې مهاله ستنې شوې نه دي، مرسته به ورکول کېږي او د هغوی د ستنېدو لپاره هم اقدامات کېږي.

نوموړي زياته کړه "حکومت هغو کورنیو ته د میاشتې ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي چې تر اوسه نه دې ستنې شوي. د حکومت هڅې روانې دي چې دغه کډوال واپس کړي. چې کله د دوی سیمې له وسلوالو پاکې شوې نو پي ډي اېم اې به یې د واپسۍ بهیر پیل کړي."

د جنګونو او پوځي عملیاتو له وجې له شمالي وزیرستانه نورو سیمو ته کډه شوي خلک وايي چې اوږدې مساپرۍ او کډوالۍ یې ژوند اغېزمن کړی دی او حکومت دې د هغوی د ستنولو غم وخوري. هغوی وايي حکومت په دوامداره توګه مرستې هم نه ورکوي او دا لړۍ وخت په وخت د ځنډ ښکار وي.

د شمالي وزيرستان کډوالو وخت په وخت د مرستو د نه ترلاسه کولو پر ضد مظاهرې، لاریونونه او پرلتونه هم کړي دي.

د شمالي وزیرستان د دته خېلو سیمې د بې کوره شویو کډوالو یو مشر ملک فتح الله د فبرورۍ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، که حکومت هغوی خپلو سیمو ته ولېږي نوهېڅ ډول مرسته به ورڅخه ونه غواړي.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د یادې ضلعې ځینې ناامنې سیمې له وسلوالو د پاکېدو په حال کې دي او چې دا پروسه بشپړه شي نو د هغو سیمو د کډوالو ستنېدل به پيل کړل شي.

XS
SM
MD
LG