د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کډوال دې خپلې پاتې پیسې ترلاسه کړي: احسان داوړ


له خوست بیرته خپلو سیمو ته د تلونکي وزیرستاني کډوال
له خوست بیرته خپلو سیمو ته د تلونکي وزیرستاني کډوال

د قبايلي ضلعو د قدرتي ناورينونو سمبالولو اداره وايي چې د شمالي وزيرستان بې کوره کړل شويو خلکو ته د مالي مرستو درول شويو قسطونو منظوري ورکړل شوې ده.

د اېف ډي اېم اې وياند احسان داوړ د مارچ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وويل، د حکومت له خوا ادارې ته شاوخوا ۳۹ کروړه روپۍ ورکړل شوې دي او دوی به د شمالي وزيرستان بې کوره شويو خلکو ته د موبايل له لارې ډېر ژر پېغام ولېږي چې خپل بقاياجات دې ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه چې حکومت هره مياشت رجټسر شويو ۱۵۳۰۰ کورنيو ته هره مياشت د کورنۍ پرسر دوولس دوولس زره روپۍ ورکوي خو دوی ته له تېرو درې مياشتو راهيسې دغه پيسې نه وې ورکړل شوې.

احسان داوړ وويل چې داځل به د ډېسېمبر او جنورۍ مياشتې بقايات ورکول کېږي چې د کورنۍ پرسرر ۲۴ زره روپۍ جوړېږي. ۲۰۱۵ م کال کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم د پوځی عملياتو له پیلېدو سره سم حکومت تر ۱۰ لاکه زيات وزيرستانيان له کورونو واېستل چې پکې زياتره د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې مېشت شول او په سلګونو زره نور افغانستان ته کډه شول.

د پاکستان حکومت د کډوالو رجسټريشن پیل کړی وو او دوی ته يې هره مياشت مالي مرستې ورکول پيل کړې خو د پېسو په ورکړه کې د ځنډ راتلو پرضد د قبايلي متاثرينو قامي کمېټۍ په وار وار مظاهرې کړې دي.

د دې کمېټۍ مشر ملک غلام د مارچ پر ۱۱ مه نېټه له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال د قدرتي ناورينو سمبالولو ادارې له خوا بې کوره کړل شويو کورنيو ته د بقایاجاتو ورکولو اعلان ته هرکلی ویلی دی. خو نوموړي غوښتنه وکړه چې د فبرورۍ او مارچ د بقاياجاتو منظوري دې هم ژر تر ژره ورکړل شي او ددې ترڅنګ هغه کسان چې وزيرستان ته ستانه شوي هغو ته هم پوره مالي مرستې نه دې شوې نو بايد دې طرف ته هم پام وشي.

احسان داوړ وايي چې اېف ډي اېم اې هڅه کوي، له حکومته بقاياجات ترلاسه کړي.

له شمالي وزيرستانه بې کوره شوي زياتره کسان ستانه شوي خو د شوال او دته خېل زياتره خلک لاهم بې کوره دي.

نوموړي زياته کړه چې تر دې وړاندې وزيرستانيو کډوالو ته د شپږ قسطونو په شکل کې يو ارب او ۱۲ کروړه روپۍ وار له مخه ورکړل شوې دي.

په افغانستان کې د مېشتو وزيرستانيو کډوالو د ستنېدو په اړه احسان داوړ وويل چې تېره مياشت په دې هکله په غلام خان کې د چارواکو او د کډوالو د استازيو ترمنځ يوه غونډه وشوه چې پکې بې کوره کړل شويو کسانو ته فارمونه ورکړل شو چې تر ډکېدو وروسته ته دې يې حکومت ته وسپاري.

هغه زياته کړه چې کله په افغانستان کې مېشت وزيرستاني کډوال فارمونه وسپاري نو د هغوی د ستنولو لړۍ به پیل شي او له راتګ سره سم چې کله نادرا سره ځانونه راجسټر کړي نو هغوی ته به هم مياشتنۍ دوولس دوولس زره روپيو مالي مرستې ورکول پیل شي.

له شمالي وزيرستانه بې کوره شوي زياتره کسان ستانه شوي خو د شوال او دته خېل زياتره خلک لاهم بې کوره دي.

احسان داوړ وايي کله چې امنيتي ځواکونه ورته ووايي، سيمه له وسله والو پاکه شوه نو دوی به د پاتې کډوالو کورونو ته لېږدول هم پیل کړي.

XS
SM
MD
LG