د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان پر هغو کډوالو مرستې بندېږي چې خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي


د ضرب عضب عملیاتو پر مهال له شمالي وزيرستانه تر يو مېليون زیات کسان بېکوره شوي ول - د ۲۰۱۵ز کال انځور
د ضرب عضب عملیاتو پر مهال له شمالي وزيرستانه تر يو مېليون زیات کسان بېکوره شوي ول - د ۲۰۱۵ز کال انځور

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي، د شمالي وزیرستان په هغو کډوالو مرستې بندوي چې په سیمو کې يې امنیت ټینګ دی خو هغوی نه ورستنېږي.

د هغې ادارې ویاند احسان داوړ د فبرورۍ پر اتمه مشال رېډیو ته وویل، هغو کډوالو ته یې د بکاخېلو له کیمپه په شمالي وزیرستان کې خپلو کورونو ته د ستنولو لپاره د فبرورۍ له څلورمې تر ۱۰مې پورې وخت ورکړی وو، خو له ۳،۱۰۰ رجسټرډ کورنیو څخه تر اوسه پورې یوازې ۵۳ هغه ستنې شوې دي. "حکومت فیصله کړې ده چې د فبرورۍ تر ۱۰مې وروسته د هغو ټولو خلکو میاشتنۍ مرستې بندوي چې علاقې يې [له وسلوالو پاکې] دي او واپسي ورته شوې ده. خو هغه خلک چې علاقې یې [له وسلوالو نه دي پاکې شوې] هغوی ته به مرستې جاري وي."

احسان داوړ په ځانګړې توګه د دته خېلو سيمه یاده کړه چې په وينا یې، زیاتره برخه يې له وسلوالو پاکه شوې نه ده نو ځکه به د هغې سیمې کډوالو ته مياشتنیو مرستو ورکولو ته دوام ورکوي.

حکومت وايي چې د شمالي وزیرستان شوال په بشپړه توګه او دته خېل تحصيل نيمه سيمه لا هم له وسلوالو پاکه شوې نه ده.

د دته خېلو يوه اوسېدونکي زقيم خان مشال رېډیو ته وويل چې ستنېدل غواړي خو چارواکو یې د ستنولو بهیر نه دی اعلان کړی.

هغه غوښتنه وکړه چې حکومت دې د دوی د ستنېدو مهالوېش هم اعلان کړي او ترستنېدو وړاندې دې هلته د ژوند بنسټيزې اسانتياوې برابرې کړي.

زقیم خان زیاته کړه، "زموږ سيمه لا [له وسلوالو پاکه] شوې نه ده او غواړو چې [داسې وشي] او ستانه مو کړي. هلته هېڅ سهولتونه نه شته، باید حکومت د سکول او صحت سهولتونه برابر کړي او امن پرځای کړي."

په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات شوي ول چې له کبله يې تر يو مېليون زیات کسان بې کوره شوي ول.

د احسان داوړ په وینا، د هغو کډوالو شمېر څه د پاسه ۱۸،۰۰۰ دی چې سیمې یې لا هم له وسلوالو پاکې نه دي.

XS
SM
MD
LG