د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان مېشتي وزیرستاني کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي


افغانستان مېشتي وزیرستاني کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:40 0:00

په افغانستان کې د شمالي وزیرستان کډوال وايي چې پر څه باندې نهه کلونو تېرېدو سربېره یې حکومت لا هم خپلو کلیو ته نه ستنوي. هغه خلک په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال افغانستان ته کډه شوي ول چې څه باندې ۹،۰۰۰ کورنۍ یې لا هم په خوست او پکتیکا کې مېشتې دي. کډوال وايي چې حکومت دې یې خپلو کلیو ته ستانه کړي. پاکستانیو چارواکو په تېرو کلونو کې شاوخوا ۱۱،۰۰۰ کورنۍ ستنې کړې دي. چارواکي وايي چې په شمالي وزیرستان کې ځینې سیمې لا هم له وسلوالو پاکې شوې نه دي نو ځکه هغه کورنۍ سیمې ته نه شي ستنولای. د صوبې لنډمهالی حکومت البته وايي چې څوک هم د پاکستان د شهریت اسناد لري، هغوی هېواد ته ستنېدای شي. نور په رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG