د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان بې کوره شوي وایي حکومت ورسره کړې ژمنې نه پوره کوي


د دته خېلو او شوال کډوال د خپلو غوښتنو لپاره په بنو کې د احتجاجي لاریون پر مهال ـ د اکتوبر ۱۲مې انځور.
د دته خېلو او شوال کډوال د خپلو غوښتنو لپاره په بنو کې د احتجاجي لاریون پر مهال ـ د اکتوبر ۱۲مې انځور.

د شمالي وزیرستان بې کوره شوي خلک وايي، حکومت ورسره د پرلت ختمولو لپاره د غوښتنو پوره کولو ژمنې کړې وې، خو نه یې پوره کوي.

د شمالي وزیرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر ملک رحمت غلام د نومبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، د انتظامیې په ډاډ یې احتجاج ختم کړی وو خو دوه اوونۍ وشوې چې لا هم د کډوالو میاشتنۍ مرسته نه ده بحال شوې.

ده وویل، بې کوره خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دي او حکومت باید ورباندې "رحم" وکړي.

د ده په وینا، که حکومت له څلورو میاشتو بندې کړې نغدې مرستې نه شي ورکولای نو هغه خلک دې په شوال او دته خېلو کې خپلو سیمو ته ستانه کړي.

د شمالي وزیرستان هغو بې کوره شویو خلکو د اکتوبر له ۱۳مې تر ۲۰مې نېټې پورې په بکاخېلو کې پرلت وهلی وو.

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د بې کوره شویو خلکو د چارو ویاند احسان داوړ مشال راډیو ته وویل چې هغه مرستې یې د پیسو نه شتوالي له کبله درولې دي چې ډېر ژر به بحالې شي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر منظور اپرېدي د نومبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د هغو خلکو ستنولو لپاره خبرې او هلې ځلې روانې دي.

د شمالي وزیرستان هغه اوسېدونکي په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستاني پوځ د ضرب عضب عملیاتو له کبله بې کوره کړل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG