د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د ماورای عدالت وژنو او جبری لادرکيوو پر ضد مظاهرې دوام لري


د بلوچستان په منګوچار کې خلک د جبري لادرکيو پر ضد د مظاهرې په حال کې
د بلوچستان په منګوچار کې خلک د جبري لادرکيو پر ضد د مظاهرې په حال کې

د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې په سلګونو خلک د ماورای عدالت وژنو او جبري لادرکيوو پر ضد مظاهرې کړې دي.

د بلوچ یکجهتي کمېټې او بلوچستان نېشنل پارټۍ (مینګل) په غوښتنه دا مظاهرې د جنورۍ له ۱۵مې روانې دي. احتجاج کوونکي په ګوادر، کيچ، خضدار، کوټه، ووډ، وورمړ او منګوچار کې سړکونو ته ووتل. د دغو لاریونوالو ډېر شمېر یې ښځې دي.

د بلوچستان مظاهره چيانو په اسلام اباد کې د ناستو پرلتوالوملاتړ ښوولی دی. د اسلام اباد پرلت د دیسمبر له شلمې روان دی. احتجاج کوونکي دغلته له بلوچستان پر پښو ورغلي وو او غوښتنه کوي چې د پاکستان امنيتي ځواکونه دې جبري لادرکۍ او ماورای عدالت وژنې بس کړي او ملګري ملتونه دې د بلوچستان د بشري حقونو څيړنه وکړي. د پاکستان نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ پر دغو پرلتوالو د وسله والو د ملاتړ تور پورې کړی او د امنيتي ځواکونو له کاره یې دفاع کړې.

خو د پاکستان بشري حقونو کمېشن ويلي چې حکومت دې د سوله ییزو مظاهره چيانو د ځورولو او جبري لادرکيوو سلسله ودروي. دې کمېشن په بېلابېلو بیانونو کې غوښتنه کړې چې د پاکستان ریاست بايد د جبري لادرکيوو ودرول يقيني کړي او د بشري حقونو هغه فعالان دې نه ځوروي چې په دې لړ کې مظاهرې کوي.

د جنورۍ په لسمه د بشري حقونو د مدافعینو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې مېري لاولر هم ويلي وو چې د جبری لادرکيوو پر ضد مظاهرو کوونکو بلوڅانو پر ضد باید مقدمې جوړې نه شي.

د جنورۍ پر لسمه، لاولر د انلاین ويډيو لينک له لارې په اسلام اباد کې د ناستو بلوڅ پرلتوالو دوو مشرانو ماهرنګ بلوڅ او سمي دين بلوڅ سره خبرې وکړي. هغې تر دې ملاقات وروسته پر اېکس ليکلي چې په اسلام اباد کې د پولیسو لخوا د بلوڅ پرلتوالو ځورونې د اندېښنې وړ دي.

د پاکستان حکومت په زور د لادرکو خلکو د مسلې د حل لپاره په ۲۰۱۱ کال کې يو کمېشن جوړ کړ. هغه کمېشن د جنورۍ پر اتمه په سپريم کورټ کې د لادرکو کسانو په اړه د قضیې د اورېدنې پر مهال په وړاندې کړې راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۳ کال تر دیسمبره پورې ورسره تر لسو زرو څخه د زیاتو لادرکو کسانو نومونه ثبت دي چې په هغوی کې یې د ۶،۰۰۰ قضیې ختمې کړې دي.

هغه اورېدنه چې پر ټېلېوېژن په ژوندۍ بڼه خپره شوه، پکې د کمېشن راپور زیاتوي چې په غایبو کړل شويو کې د ۲۶۱ کسانو مړي موندل شوي. کمېشن امنيتي ادارو ته حکم کړی چې ۷۴۴ لادرکه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړي خو هغوی یوازې ۵۲ کسان وړاندې کړي او پر ۶۹۲ حکمونو عمل نه دی شوی.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک په زور ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي. دوی په بیا بیا غوښتنه کوي چې که په هر چا د کوم جرم شک وي، هغه دې په عدالتونو کې سپين کړي. خو پوځ دريځ لري چې د لادرکيو خلکو شمير په زرګونو کې نه دی.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په اکتوبر کې له بي بي سي سره په مرکه کې دعوه کړې وه چې د ورکو کسانو شمېر یوازې ۵۰ دی او يو سرکاري کمېشن د ستونزې د هواري هڅه کوي. کاکړ همداراز د جنورۍ پر لومړۍ نېټه، په اسلام اباد کې د يوې خبري غوندې په مهال په تونده لهجه وويل چې د اسلام اباد له پرلتوالو سره خواخوږي کوونکي دې بلوڅ وسلوالو ته ورشي او د هغوی ملګري دې شي.

نوموړي په اسلام اباد کې د ۲۰ دقيقو په خبري غونډه کې ۱۵ دقيقې پر دې مسله وغږېد او تور یې پورې کړ چې پرلتوال د هغو وسلوالو بلوڅانو د کورنۍ غړي دي چې د پاکستان له امنيتي ځواکونو سره نښتې کوي. خو د اسلام اباد د پرلتوالو مشرې ماهرنګ بلوڅې، چې د خپل لادرکه ورور او زرګونو نورو په زور لادرکه کړل شويو بلوڅانو د موندلو هڅه کوي، د نګران وزيراعظم خبرې "سپکاوی" وباله. هغې هغه مهال پر اېکس وليکل چې که څوک وسلوال هم وي، بايد ماواری عدالت و نه وژل شي او عدالت ته وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG