د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅانو د جبري بې درکیو پرضد اسلام اباد کې پرلت وهلی دی


بلوڅانو د جبري بې درکیو پرضد اسلام اباد کې پرلت وهلی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00

د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ په وینا لسګونه بلوڅانو د ډېسېمبر پر ۲۳مه د ماورای عدالت وژنو او جبري بې درکیو پرضد د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی دی. دوی حکومت ته درې ورځې وخت ورکړی دی چې نیولي مظاهرچیان دې خوشې کړي. دا تر هغې وروسته ده چې د ډېسېمبر پر ۲۰مه پولیسو له بلوچستانه اسلام اباد ته پر ورغلیو لاریونوالو تشدد وکړ او لسګونه یې ونیول چې د بشري حقونو سازمانونو یې غندنه وکړه. خو پولیس وايي چې بلوڅانو ورباندې کاڼي وویشتل ځکه یې هغوی ونیول. په همدې حال کې د پاکستان د لنډمهالي وزیراعظم په وینا له مظاهرچیانو سره د خبرو لپاره یوه کمېټي جوړه شوې چې غړو یې له هغوی سره یوه ناسته هم کړې ده. بلوڅ احتجاجیان دعوه کوي چې امنیتي ځواکونه په بلوچستان کې خلک ورکوي او ځینې وخت یې په جعلي پولیس نښتو کې وژني. د بلوچستان نګران حکومت ویلي دي چې د دې تورونو د پلټنو لپاره یې له ځینو پولیسو پوښتنې پیل کړې دي او د ځینو دندې یې ځنډولې دي. د پاکستان پوځ د زرګونو بلوڅانو لادرکه کېدل نه مني او وايي چې یو کمېشن د دې مسلې په حل کولو بوخت دی. ۱۲ کاله مخکې جوړ شوي هغه سرکاري کمېشن وايي چې تر اوسه یې د جبري لادرکو څه باندې ۶،۰۰۰ قضیې حل کړې دي. د اسلام اباد پرلت په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG