د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د اسلام اباد پولیسو ته حکم کړی چې بلوڅ پرلتوال دې نه ځوروي


د اسلام اباد پر لوري روان بلوڅ پرلتوال په ډېره اسماعيل خان کې - د ډېسېمبر ۲۰مې انځور.
د اسلام اباد پر لوري روان بلوڅ پرلتوال په ډېره اسماعيل خان کې - د ډېسېمبر ۲۰مې انځور.

د پاکستان دوو اعلا عدالتونو حکومت ته حکم کړی چې په اسلام اباد کې دې د احتجاج کوونکو بلوڅانو خلاف د زور له کارولو ډډه وکړي.

د جنورۍ پر درېيمه په سپريم کورټ کې د جبري بې درکيو پرضد د يو درخواست اورېدنې پر مهال مشر قاضي فايز عيسا د بلوڅانو پرلت ته په اشاره وويل چې پرامنه احتجاج د هر چا حق دی. بلخوا پر همهغه ورځ، اسلام اباد های کورټ پوليسو ته حکم وکړ چې په زور دې د پرلتوالو له پاڅولو ډډه وکړي.

د ماواری عدالت وژنو او جبري بې درکيو پر ضد اسلام اباد ته ورغلیو پرلتوالو شکايت کړی چې پولیس یې په تکليفوي.

خو د احتجاجیانو مشرې ماهرنګ بلوڅې د جنورۍ پر درېیمه د خبري غونډې پرمهال اعلان وکړ چې د ټولو مشکلاتو باوجود به خپل احتجاج ټول ملک ته غځوي.

ماهرنګ بلوڅې یو ځل بیا د پاکستان له حکومته خپلې غوښتنې تکرار کړې. هغې وويل چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ پلاوی دې په بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د پلټنو لپاره هلته د "واقعیتونو (حقایقو) موندنې کمېشن" واستوي، ماواری عدالت قتلونه دې ودرېږي، حکومت دې د پولیسو پر ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د "ناقانوني‌ کړنو" بندیز ولګوي او دا دې ومني چې ځيني جبري بې درکه کسان په "جعلي پولیس نښتو" کې وژل شوي‌ دي.

حکومت وايي‌ چې د جعلي پولیس مقابلو یا نښتو پلټنې کوي، د جبري لادرکو د موندلو لپاره يو کمېشن په کار بوخت دی او امنيتي ځواکونه څوک نه ورکوي، خو پرلتوال دا خبرې سمې نه بولي.

د جنورۍ پر دويمه د اسلام اباد پولیسو ترهغې وروسته پرلتوالو ته خبرداری ورکړ چې يوه ورځ مخکې لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ پرلتوال د وسلوالو بلوڅانو د "ملاتړو" په نوم ياد کړل.

د اسلام اباد پولیسو پر اېکس په بیان کې ادعا کړې چې پرلتوال امنيتي زون ته ننوځي، خو د يوه پرلتوال په خپره کړې ويډيو کې ښکاري چې احتجاج کوونکې ښځې پولیسو ته وايي چې خوړو او اوبو اخیستلو ته دې یې پرېږدي.

په همدې حال کې د پاکستان د نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ څرګندونو سخت غبرګونونه پارولي دي.

نوموړي د جنورۍ پر لومړۍ نېټه وویل چې د اسلام اباد د پرلتوالو خواخوږي دې بلوڅ وسلوالو ته ورشي او د هغوی ملګري دې شي. نوموړي په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې وویل چې د پولیسو له خوا پر مظاهرچیانو د اوبو پاشل دومره لویه خبره نه ده.

نوموړي تور پورې کړ چې پرلتوال د هغو وسلوالو بلوڅانو د کورنۍ غړي دي چې د پاکستان له امنيتي ځواکونو سره جنګېږي.

خو د اسلام اباد د پرلتوالو مشرې ماهرنګ بلوڅې، چې د خپل ورک ورور او د زرګونو نورو جبري لادرکه شويو بلوڅانو د موندلو هڅه کوي، د نګران وزيراعظم خبرې "سپکاوی" بللی.

هغې پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، ليکلي چې که جبري لادرکه کسانو هر څومره زیاتی کړی وي، هغه دې عدالت ته وړاندې شي او هلته دې یې سپیناوی وشي. د نوموړې په خبره، لنډمهالي وزيراعظم په زور د ورکو کړل شويو کسانو کورنيو ته ګواښونکې خبرې وکړې خو دوی به بیا هم په سوله ییز ډول خپلې غوښتنې کوي.

هغو پرلتوالو له بلوچستانه سلګونه کېلومیټره مزل وکړ او د ډېسېمبر پر ۲۰مه اسلام اباد ته ورسېدل. خو هلته پولیسو د خبریالانو مرکز ته رسېدو ته پرېنښوول او تشدد یې پرې وکړ.

پولیسو تر ۳۰۰ زیات مظاهرچيان ونيول چې وروسته یې د عدالت په حکم په تدريجي شکل پرېښوول. پولیس وايي، مظاهرچیانو په کاڼو ویشتلي ول نو ځکه یې ګرفتار کړل، خو پرلتوال دا تور ردوي.

د بشري حقونو سازمانونو پر مظاهرچيانو ښځو، ماشومانو او نارينوو په "ساړه ژمي کې د اوبو پاشل او د هغوی نیول" وغندل او په بلوچستان کې یې پرضد مظاهرې وشوې.

تر دې وروسته د پاکستان نګران حکومت څو وزيرانو له پرلتوالو سره مذاکرات وکړل خو دواړه غاړې لا څه نتيجې ته نه دي رسېدلې.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG