د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پولیسو د بلوڅ پرلتوالو د ملاتړیو پرضد مقدمې دایرې کړې دي


په اسلام اباد کې د بلوڅ پرلتوالو خیمه ـ د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر ۲۹مې انځور.
په اسلام اباد کې د بلوڅ پرلتوالو خیمه ـ د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر ۲۹مې انځور.

د کراچۍ د ليارۍ پوليسو د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتي کمېټۍ د غړو او د ورکو بلوڅانو خپلوانو پر ضد دوه مقدمې درج کړې دي او له مخې یې ۳۵ کسان نیولي دي.

د سيمې د پولیسو یو افسر تنویر شیخ د جنورۍ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې مقدمې یې د ۳۰۰ مظاهره کوونکو پر ضد لیکلې، ۴۳ کسان یې نيولي او نورو د نیولو هڅې کوي. "مظاهره کوونکو د ریاست او ریاستي ادارو ضد ویناګانې کړې دي او سړک یې تړلی وو. نیول شوي کسان مو عدالت ته وړاندې کړي دي."

عدالت د جنورۍ پر ۱۳مه ۱۵ کسان په ضمانت خوشې کړل او پاتې یې د پلټنو لپاره زندان ته استولي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د جنورۍ پر۱۲مه د بلوڅ یکجهتي کمېټې فعالانو او پلویانو په کراچۍ کې احتجاجي مظاهره کړې وه.

هغوی د لادرکه بلوڅانو د موندلو او خوشې کولو د غوښتنې تر څنګ پر حکومت غږ کړی وو چې په اسلام اباد کې دې د بلوڅ پرلتوالو ټولې غوښتنې ومني.

په کراچۍ کې د نیول شویو بلوڅانو وکیل حنیف دل مراد مشال راډیو ته وویل، پولیسو پر ځینو کسانو د ترهګرۍ مقدمې درج کړي دي. هغه پر نیول شویو کسانو د پولیسو تورونه بې بنسټه وبلل.

د بلوچ یکجهتي کمېټۍ غړي عبدالوهاب بلوڅ د جنورۍ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، د خپلو لادرکه خپلوانو د خوشې کولو لپاره سوله ییز احتجاج کوي خو ریاستي چارواکي یې هغه ته هم نه پرېږدي. ((موږ چې کوم ځای هم احتجاج کوو نو رياست زموږ پرضد مقدمې درج کوي، تر دې وړاندې هم زموږ پرضد مقدمې درج شوې دي. د پوليسو تورونه هېڅ حقیقت نه لري، حکومت بايد زموږ غوښتنو ته غوږ نيولی وای، خو هغوی موږ پرامنه احتجاج ته هم نه پرېږدي.))

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د جبري بې درکیو او ماورای عدالت وژنو پرضد د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۲۰مه پیل شوی پرلت روان دی.

احتجاجیان غوښتنه کوي چې د پاکستان امنيتي ځواکونه دې جبري لادرکۍ او ماورای عدالت وژنې ودروي او ملګري ملتونه دې په بلوچستان کې د بشري حقونو وضعیت او سرغړونې وڅېړي.

خو د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ پر هغو پرلتوالو د وسلوالو د ملاتړ تور پورې کړی او د امنيتي ځواکونو د کار دفاع یې کړې.

البته د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر مرتضا سولنګي د ډېسېمبر پر ۲۴مه ویلي ول چې اسلام اباد غواړي چې د پرلتوالو مسلې هوارې کړي.

د پاکستان دولتي خبري اژانس (اې پي پي) د نوموړي له خولې ویلي ول چې د احتجاجیانو "ځینې غوښتنې لسیزې پخوانۍ" دي خو ټینګار یې وکړ چې هیله لري چې د هغوی "مسلې حل" کړي او غواړي چې هغوی په پوره درناوي خپلو کورونو ته ستانه شي او پاتې "مذاکرات د اسلام اباد پر ځای په بلوچستان یا کوټه کې وشي."

سولنګي زیاته کړه چې حکومت غواړي چې خپل استازي "بلوچستان ته واستوي او هلته ورسره خبرې وکړي" او دا چې د مذاکراتو له لارې مسلې هوارې کړي.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په اکتوبر کې له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي ول چې خلک د لادرکو کسانو پر مسله سیاست کوي. هغه دعوه کړې وه چې د ورکو کسانو شمېر یوازې ۵۰ دی او يو سرکاري کمېشن د ستونزې د هواري هڅه کوي.

د پاکستان امنیتي ادارو او حکومت په بیا بیا د ماورای عدالت وژنو تور رد کړی دی او وايي، که داسې پېښې شوې هم وي، نو پلټنې یې کوي.

XS
SM
MD
LG