د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جبري لادرکیو ضد پرلتوالو په ټول پاکستان کې د کاربندیز اعلان کړی دی


په اسلام اباد کې ناست بلوڅ پرلتوال ـ انځور له ارشيفه
په اسلام اباد کې ناست بلوڅ پرلتوال ـ انځور له ارشيفه

د بلوڅانو يووالي کمېټۍ (بلوچ یکجهتي کمېټي) پر غوښتته نن (د جنورۍ پر درېيمه) د بلوچستان په زیاتره بلوڅ مېشتو سيمو کې کاربندیز دی.

د کاربنديز له امله یې د کوټې ښار د سریاب سيمې ترڅنګ په مستونګ، قلات، سوراب، خضدار، وډ، نوشکي، تربت او يوشمېر نورو سيمو کې دوکانونه تړل شوي او په بازارو کي د خلګو ګڼه ګوڼه کمه ده.

دا تر هغه وروسته ده چې په اسلام اباد کې ناست بلوڅ پرلتوالو وويل چې حکومت ته يې د جبري لادرکيو د مسلې د حل باوري کولو لپاره د ورکړي اووه ورځني مهلت پای ته رسېدو وروسته د جنورۍ پر درېيمه په ټول پاکستان کې کاربندیز اعلانوي.

د دې پرلتوالو مشرې ماهرنګ بلوڅې د جنورۍ پر دويمه په ويډيويي بیان کې وويل چې د پاکستان ریاست یې د غوښتنو منلو پر ځای، د پولیسو په لاس د احتجاجیانو ځورولو ته دوام ورکړی دی.

هغې زیاته کړه چې له ټولو کاروباریانو، دکاندارانو او تاجرانو غوښتنه کوي چې د جنورۍ پر درېيمه د احتجاج په توګه خپل دکانونه وتړي. پښتون ژغورنې غورځنګ په يوه خبرپاڼه کې د بلوڅانو د غوښتنو او د کاربندیز ملاتړ اعلان کړی دی.

پر دې مهال ماهرنګ بلوڅې وويل، "په هېڅ قانون کې نه شته چې د ریاست امنیتي ځواکونه دې بغیر له کومې قانوني کاروايي يو څوک له کوره په زور وباسي او غايب دې یې کړي. موږ وايو که زموږ خپلوانو څه جرم کړی وي، نو عدالتونو ته یې راولئ او مقدمې پرې وچلوئ."

هغې زیاته کړه چې نه پوهېږي په دې غوښتنه کې کومه برخه د پاکستان د ایین يا نړیوالو قوانينو خلاف ده؟

ماهرنګ بلوڅې د پاکستان له حکومته يو ځل بیا خپلې غوښتنې تکرار کړې. هغې وويل چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ پلاوی دې په بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د پلټنو لپاره د "حقیقت موندنې کمېشن" واستوي، ماواری عدالت قتلونه دې ودرېږي، د پولیسو پر ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) دې د "ناقانوني‌ کړنو" بندیز ولګول شي او حکومت دې ومني چې ځيني جبري لادرکه کسان په جعلي پولیس مقابلو کې وژل شوي‌ دي.

د پرلت مشرانو دا هم ویلي دي چې حکومت د هغو شاوخوا ۵۰ سرکاري ملازمينو پرضد کاروايي کړې چې په تربت او کوهلو کې يې د بلوڅانو په لاريون کې ګډون کړی وو.

د بلوچستان صوبايي حکومت لا تر اوسه د دې خبري پخلی نه دی کړی، خو د ډېسېمبر پر ۲۹مه د مکران ډېويژن د کمېشنر له لوري په کوټه کي د سرکاري ملازمتونو انتظامي ادارې ته په لېږل شوي خط کي ليکل شوي وو چې په تربت کې د بېلا بېلو سرکاري ملازمینو له خوا په اجتجاجي پرلت کي د برخې اخيستو په تور "قانوني ګامونه" پورته کړل شوي دي.

دا پرلتوال له بلوچستانه په پښو تر مزل کولو وروسته، د ډېسېمبر پر ۲۰مه اسلام اباد ته ورسېدل. خو هلته پولیسو پریس کلب ته رسېدو ته پرېنښوول او تشدد یې پرې وکړ.

پولیسو له ۳۰۰ زیات مظاهرچيان ونيول چې وروسته یې د عدالت په حکم په تدريجي شکل پرېښودل. پولیس وايي، مظاهرچیانو په کاڼو ویشتلي ول نو ځکه یې ګرفتار کړل، خو پرلتوال دا تور ردوي. د بشري حقونو سازمانونو پر مظاهرچيانو ښځو، ماشومانو او نارينوو په دې "ساړه ژمي کې د اوبو پاشل او د هغوی نیول" وغندل او په بلوچستان کې یې پرضد مظاهرې وشوې.

تر دې وروسته د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ په وینا له مظاهرچیانو سره د خبرو لپاره یوه کمېټي جوړه شوه چې غړو یې له مظاهرچیانو سره خبرې کړې دي. پرلتوالو ته يوشمېر وزيران ورغلي خو مذاکرات لا نه دي‌ کامياب شوي او دواړه غاړې څه نتيجې ته نه دي رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر دويمه د اسلام اباد پولیسو ترهغې وروسته پرلتوالو ته خبرداری ورکړ چې يوه ورځ مخکې انوارالحق کاکړ پرلتوال د وسلوالو بلوڅانو ملاتړي ياد کړل.

پولیسو پر اېکس خپره کړې يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې پرلتوال امنيتي زون ته ننوځي، خو د يوه پرلتوال په خپره کړې ويډيو کې ښکاري چې احتجاج کوونکې ښځې پولیسو ته وايي چې خوړو او اوبو اخیستلو ته دې یې پرېږدي.

د نګران وزيراعظم "پاروونکې وينا"

د پاکستان د نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ هغو خبرو سخت غبرګونونه پارولي چې ويلي‌ یې وو د اسلام اباد پرلتوالو سره خواخوږي کوونکي دې بلوڅ وسلوالو ته ورشي او د هغوی ملګري دې شي.

کاکړ د جنورۍ په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د ۲۰ دقيقو په خبري غونډه کې ۱۵ دقيقې پر دې مسله وغږېد. هغه زیاته کړه چې د پولیسو لخوا پر مظاهرینو د اوبو پاشل دومره لویه خبره نه ده. نوموړي تور پورې کړ چې پرلتوال د هغو وسلوالو بلوڅانو د کورنۍ غړي دي چې د پاکستان له امنيتي ځواکونو سره نښتې کوي.

خو د اسلام اباد د پرلتوالو مشرې ماهرنګ بلوڅې، چې د خپل لادرکه ورور او زرګونو نورو په زور لادرکه کړل شويو بلوڅانو د موندلو هڅه کوي، د نګران وزيراعظم خبرې "سپکاوی" بللی.

هغې پر اېکس، چې پخوا ټويټر وو، ليکلي چې که جبري لادرکه کسانو هر څومره زیاتی کړی وي، هغه دې په عدالت کې سپين کړل شي. د نوموړې په خبره وزيراعظم په زور د غایب کړل شويو کسانو کورنيو ته ګواښوونکې خبرې وکړې خو دوی به بیا هم په سوله ییز ډول خپلې غوښتنې کوي.

د بشري حقونو فعال افراسیاب خټک او خبریال اسد علي طور پر کاکړ د "لاسپوڅي وزيراعظم" تور پورې کړی دی. دوی پر اېکس په جلا جلا ليکنو کې ويلي‌ چې وزيراعظم د پوځ خوشالولو لپاره "بې اساسه" خبرې کوي.

د بشري حقونو وکيلې ايمان مزاري هم د نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ خبرې "غیرمسولانه او پارونکې" بللې دي. هغې زیاته کړه چې که د نوموړي خبرې نور بلوڅ وسلوال وزېږوي‌، ذمه واري به یې د هغه وي.

د خلکو په زور غايبول

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

پوځ وايي، ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي. داراز د پاکستان امنیتي ادارو او حکومت په بیا بیا د ماورای عدالت وژنو تور رد کړی دی او وايي، که داسې پېښې شوې هم وي، نو پلټنې یې کوي.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په اکتوبر کې له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي ول چې خلک د لادرکو کسانو پر مسله سیاست کوي. هغه دعوه کړې وه چې د ورکو کسانو شمېر یوازې ۵۰ دی او يو سرکاري کمېشن د ستونزې د هواري هڅه کوي.

خو د بشري حقونو سازمانونه وايي چې لسګونه زره کسان ورک دي چې ورڅخه یې ځینې وژل شوي هم دي او هغه سرکاري کمېشن پر خپله ووبپاڼه ارقام ورکړي دي چې ورڅخه یې ښکاري چې زرګونه کسان ورک دي.

د پاکستان حکومت هغه کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ کړی وو. کمېشن وايي، د ۲۰۲۳ز کال تر جون میاشتې پورې یې د ۹،۷۳۶ ورکو کسانو نومونه ثبت کړي دي چې پکې د ۵۳۳ کسانو د لادرکۍ رپورټونه د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې درج شوي دي. کمېشن زياتوي، تر اوسه یې د ۷،۴۳۹ کسانو قضیې فیصله کړې دي او د ۲،۲۹۷ کسانو قضیې روانې دي.

اړوند

XS
SM
MD
LG