د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماورای عدالت وژنو پرضد د اسلام اباد پر لوري لاریون دوام لري


د ماورای عدالت وژنو پرضد د اسلام اباد پر لوري لاریون دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:44 0:00

د ماورای عدالت وژنو او جبري لادرکیو پرضد له بلوچستانه د اسلام اباد پر لوري روان لاریونوال چې ډېره اسماعیل خان ته ورسېدل نو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پشتین مور و پلار هم ورسره ملګري شول. د غورځنګ یو بل مخکښ علي وزیر هم ورسره د یووالي او ملاتړ لپاره ورغی. احتجاجیان دعوه کوي چې امنیتي ځواکونه په بلوچستان کې خلک ورکوي او ځینې وخت یې په جعلي پولیس نښتو کې وژني. د بلوچستان نګران حکومت ویلي دي چې د دې تورونو د پلټنو لپاره یې له ځینو پولیسو پوښتنې پیل کړې دي او د ځینو دندې یې ځنډولې دي. د پاکستان پوځ د زرګونو بلوڅانو لادرکه کېدل نه مني او وايي چې یو کمېشن د دې مسلې په حل کولو بوخت دی. ۱۲ کاله مخکې جوړ شوي هغه سرکاري کمېشن وايي چې تر اوسه یې د جبري لادرکو څه باندې ۶،۰۰۰ قضیې حل کړې دي. د بلوڅانو لاریون په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG