د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ پرلتوال دعوه کوي چې پټ مخیو وسلوالو يې له کیمپه لاوډ سپیکر وړی دی


د ماورای عدالت وژنو او جبري لادرکيو خلاف د بلوڅانو لاريون د ډېسېمبر پر ۲۰مه اسلام اباد ته رسېدلی دی.
د ماورای عدالت وژنو او جبري لادرکيو خلاف د بلوڅانو لاريون د ډېسېمبر پر ۲۰مه اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتۍ کمېټۍ دعوه کړې ده چې پټ مخیو وسلوالو یې په اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې د ګډونوالو د وېرولو هڅه کړې او له کیمپه یې لاوډ سپیکر وړی دی.

د پرلتوالو مشرې ماهرنګ بلوڅې د ډېسېمبر پر ۲۶مه مازیګر له چارواکو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې پولیسو هم د هغو وسلوالو مرسته کړې او د احتجاجیانو پر غوښتنې سربېره یې د هغوی پرضد کاروايي نه ده کړې.

ماهرنګ بلوڅې د ډېسېمبر پر ۲۶مه پر اېکس پاڼه له چارواکو سره د هغې د خبرو وډيو هم خپره کړې ده.

د پرلت د ساتنې لپاره ګومارل شوي مجسټرېټ ذیشان بابر نوموړې ته د پېښې د پلټنو ډاډ ورکړی دی.

تر دې وړاندې د بلوڅانو د حقونو يوې فعالې سېمي دين بلوڅې، د ډېسېمبر پر ۲۶مه، پر اېکس پاڼه يوه ويډيو خپره کړه چې پکې ښکاري چې پټ مخې کسان د بلوڅانو د پرلت له ځايه په تورو ښيښو لرونکې ويګو ګاډي کې لاوډ سپيکر اچوي او له ځانه سره يې وړي.

سېمي دين بلوڅې تور پورې کړی چې په نيمه شپه کې ورغليو کسانو لومړی هلته نصب شوي کېمرې بندې کړې، وروسته يې د تفګنچو (توپنچو) له لارې پرلتوال ووېرول او بيا يې له هغه ځايه لاوډ سپيکر يووړ. د اسلام اباد انتظامیې او پوليسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي چې دا کسان څوک ول، خو د پلټنو ډاډ يې ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ په مشرۍ لسګونه بلوڅانو د ډېسېمبر له ۲۳مې راهیسې د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی دی.

احتجاجیان وايي چې د ډېسېمبر پر ۲۰مه چې له بلوچستانه تر څو ورځني لاریون وروسته اسلام اباد ته ورسېدل نو پولیسو ورباندې تشدد وکړ او لسګونه کسان یې ونیول. پولیس وايي، مظاهرچیانو په کاڼو ویشتلي ول نو ځکه یې ګرفتار کړل.

د بشري حقونو سازمانونو د پوليسو د دې عمل غندنه وکړه او په بلوچستان کې یې پرضد مظاهرې وشوې.

تر دې وروسته د پاکستان د لنډمهالي وزیراعظم په وینا له مظاهرچیانو سره د خبرو لپاره یوه کمېټي جوړه شوه چې غړو یې له مظاهرچیانو سره خبرې کړې دي.

د اسلام اباد پوليسو د ډېسېمبر پر ۲۴مه وويل چې ټول ۲۹۰ نيول شوي احتجاج کوونکي يې خوشې کړي دي خو د پرلت مشرې ماهرنګ بلوڅې ويلي چې د هغوی څه باندې ۱۰۰ ملګري لا هم د پوليسو په حراست کې دي چې ۱۴ يې ورک دي.

بلوڅانو د جبري بې درکیو پرضد اسلام اباد کې پرلت وهلی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00

د بلوڅانو احتجاج څنګه پیل شو؟

بلوڅانو تر هغې وروسته په احتجاج لاس پورې کړ چې د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د نومبر پر ۲۳مه په تربت کې په يوه نښته کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړ.

خو بلوڅ فعالانو وویل چې په هغو کسانو کې د بالاچ مولابخش بلوڅ په نامه هغه سړی هم شامل وو چې د پولیسو په بند کې وو.

بلوڅ احتجاجیان دعوه کوي چې امنیتي ځواکونه په بلوچستان کې خلک ورکوي او ځینې وخت یې په جعلي پولیس نښتو کې وژني.

د بلوچستان نګران حکومت ویلي دي چې د دې تورونو د پلټنو لپاره یې له ځینو پولیسو پوښتنې پیل کړې دي او د ځینو دندې یې ځنډولې دي.

بلوڅانو د تربت تر پېښې وروسته هلته احتجاجي پرلت وواهه او د ډېسېمبر پر پينځمه يې له هغه ځايه د بلوچستان مرکز پر لوري لاريون پيل کړ چې د ډېسېمبر پر ۱۱مه کوټې ته ورسېد.

د کوټې په سرياب سيمه کې له څلور ورځني پرلت وروسته د ډېسېمبر پر ۱۵مه احتجاج کوونکو د اسلام اباد پر لوري سفر پيل کړ.

د بلوڅانو لاریون د ډېسېمبر پر ۱۷مه له بلوچستانه د پنجاب ډېره غازي خان ښار ته ورسېد، چې له هغه ځايه يې د ډېسېمبر پر ۱۹مه د اسلام اباد پر لوري تګ پيل کړ. لاريونوال پر همهغه ورځ د خيبر پښتونخوا ډېره اسماعيل خان ته ورسېدل او د ډېسېمبر پر ۲۰مه يې د اسلام اباد پر لوري لاريون ته دوام ورکړ چې پر هغه ورځ ماښام ورسېدل.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG