د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لادرکه کسانو د موندلو کمېشن وايي، سږ کال ۵۳۳ نور ورک شوي


د ورکو خلکو د موندنې لپاره په کراچۍ کې بلوڅان د احتجاج په توګه پر سړک ناست دي ـ پخوانی انځور.
د ورکو خلکو د موندنې لپاره په کراچۍ کې بلوڅان د احتجاج په توګه پر سړک ناست دي ـ پخوانی انځور.

په پاکستان کې د لادرکو کسانو د موندلو لپاره جوړ کمېشن وايي، د ۲۰۲۳م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د ۵۳۳ نورو کسانو د لادرکه کېدو پېښې ثبت کړي دي.

د یاد کمېشن له خوا د جولايي پر شپږمه له مشال راډیو سره په شریک کړیو معلوماتو کې راغلي چې د ۲۰۲۳م کال په مارچ میاشت کې تر ټولو زیات ۱۴۱ کسان لادرکه شوي دي.

کمېشن د تېر په څېر په خپل تازه رپورټ کې دا نه دي ښودلي چې د کومې صوبې یا سیمې څومره کسان بې درکه شوي. د کمېشن په وینا، ۵۹ بې درکه کسان په جون میاشت کې خپلو کورونه ستانه شوي هم دي.

له ډېرې مودې د لادرکه ډاکټر دین محمد بلوڅ لور او د بې درکه بلوڅانو د موندلو لپاره د مبارزه کوونکي سازمان (وایس فار بلوچ مسېنګ پرسنز) غړې سیمي دین بلوڅې مشال راډیو ته وویل، د کمېشن شمېرې ورته د منلو نه دي.

نوموړې وویل، ''په بلوچستان کې نېږدې هره ورځ خلک پورته کېږي، د ډیرو خلکو خو مقدمې هم پولیس نه درجوي او ورته وايي، که مقدمه مو درج کړه او یا مو هم کمېشن ته خبر ورکړ، د لادرکه کس ژوند به په خطر کې شي. د کمېشن شمېرې تر ورکو شویو هغو ډېرې کمې دي''

د بلوچ مسېنګ پرسنز مشر ماما قدیر بلوڅ هم په پاکستان کې د لادرکو کسانو د موندلو لپاره جوړ کمېشن رپورټ ناسم بللی.

هغه مشال راډیو ته وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې له بلوچستانه تر څلورو زرو کسان لادرکه دي او د ده په وینا، د بلوچستان ترڅنګ له خیبر پښتونخوا هم د خلکو د جبري اوچتولو لړۍ روانه ده.

د کمېشن د تازه رپورټ تر مخه سږکال په جنورۍ کې ۹۱، په فیبرورۍ کې ۹۹، په مارچ کې ۱۴۱، په اپرېل کې ۹۱، په مې کې ۸۲ او د جون په میاشت کې ۲۹ کسان بې درکه شوي او مقدمې یې لیکل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې دپاکستان بشري حقونو د کميشن مشر اکبر خان د جولاي پر ۵ مه مشال راډيو ته وويل چې د کمېشن دا رپورټ د رياستي ادارو غيرقانوني کارونه په ډاګه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې دا د ریاست ذمه واري ده چې خلکو ته تحفظ ورکړي، نه دا چې هغوی بې درکه کړي.

په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندنې کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې په کار پیل وکړ. یاد کمېشن وايي چې د ۲۰۲۳م کال تر جون میاشتې یې ۹۷۳۶ ورک کسان ثبت کړي دي.

د دوی په وینا، په دې کې د ۷۴۳۹ کسانو د قضیو په اړه فیصلې شوې دي او د ۲۲۹۷ کسانو قضیې روانې دي.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. په ورکو کسانو کې د ځینو مړي موندل کېږي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې ويلي ول چې جبري لادرکۍ د ریاست لپاره شرم دی او زیاته کړې یې وه چې وزيراعظم شهباز شريف د دې مسلې لپاره د کابینې د یوشمېر وزيرانو په شمول يوه پارلېماني کمېټې هم جوړه کړې ده.

وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز سازمان او پښتون ژغورنې غورځنګ دعوه کوي چې په بلوچستان او پښتونخوا کې په زرګونو کسان رياستي ادارو او پوځ په جبري توګه له اوږدې مودې راهیسې لادرکه کړي دي.

د دوی په وینا، د پاکستان رياستي ادارو هغه کسان عدالت ته له وړاندې کولو پرته په پټو بندیخانو کې ساتلي دي. خو د پاکستان پوځ د خلکو د لادرکه کولو تورونه تل رد کړي دي او وايي چې پوځ د خلکو په ورکولو کې هيڅ لاس نه لري.

XS
SM
MD
LG