د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا بلدیاتي استازو د پیسو نه ترلاسه کېدو ضد احتجاج کړی دی


په خیبرپښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات په ۲۰۲۱ز او ۲۰۲۲ز کلونو کې شوي ول - انځور له ارشیفه.
په خیبرپښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات په ۲۰۲۱ز او ۲۰۲۲ز کلونو کې شوي ول - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو استازو د صوبايي حکومت له لوري د پیسو نه ورکولو پرضد احتجاج کړی او توره ورځ یې لمانځلې ده.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه سلګونه استازي د پېښور جناح پارک ته ورغونډ شوي ول او له حکومته یې غوښتنه کوله چې ورته دې د پرمختیایي کارونو لپاره پیسې ورکړي.

د منځنۍ کورمې تحصیل چېرمېن احسان الله د خپلو غوښتنو په اړه مشال راډیو ته وویل "زموږ احتجاج پر دې خبره دی چې تقریباً دوه کاله پوره کېږي چې موږ منتخب شوي یو خو موږ ته یې پانګې او اختیارات نه دي راکړي. نو موږ ځکه احتجاج کوو او توره ورځ لمانځو."

احتجاجیانو هڅه وکړه چې د وزیراعلا د دفتر مخې ته پرلت ووهي خو وروسته یې د نګران حکومت له چارواکو سره خبرې وشوې.

د خیبر پښتونخوا نګران وزیراعلا سید ارشد حسین شاه هغوی ته ډاډ ورکړ چې مسلې به یې هوارې کړي.

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت تر دې مخکې هم ټینګار کړی وو چې صوبه له اوږدې مودې راهیسې له مالي ستونزو سره مخامخ ده نو ځکه ځینې پرمختیايي کارونه هم ځنډېدلي دي.

صوبايي حکومت وايي چې وفاقي حکومت ته یې هم اربونه روپۍ پاتې دي چې له ترلاسه کولو سره سم به یې لګول پیل کړي.

په خیبرپښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات په دوو پړاوونو کې، د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه او د ۲۰۲۲ز کال په مې کې، شوي ول.

د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو د قانون د ۵۳مې مادې له مخې، د صوبې په کلنۍ بودیجه کې باید ۳۰ سلنه پیسې د بلدیاتي ادارو لپاره ځانګړې شي. چارواکي وايي، د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال په بودیجه کې ۳۷ اربه روپۍ د بلدیاتي ادارو لپاره جلا شوې وي.

تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا بلدیاتي استازو د پیسو د نه شتوالي او د حکومت نه پاملرنې له وجې مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG