د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې سیاسي اتحاد پر سړک د بیارغونې کار نه بشپړېدو پرضد احتجاج اعلان کړی دی


د خیبر پښتونخوا په ځينو سيمو کې حکومت د سړکونو د بيارغونې کارونه کړي دي ـ پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا په ځينو سيمو کې حکومت د سړکونو د بيارغونې کارونه کړي دي ـ پخوانی انځور.

د باړې سیاسي اتحاد او د پېښور د یوشمېر برخو ولسي مشرانو له پیشتخرې څخه د باړې تر بازار پورې د سړک د بیارغونې کارونو نه بشپړېدو پرضد د ډېسېمبر پر ۲۰مه د احتجاجي پرلت پیلولو اعلان کړی دی.

دوی د ډېسېمبر پر ۱۴مه د پېښور د خبریالانو په مرکز کې مشال راډیو ته وویل چې د هغه سړک د جوړولو لپاره په حکومتي بودیجه کې پیسې بېلې شوې دي خو پر دې سربېره یې چارې ځنډېږي.

دوی وویل هغه سړک له کلونو راهیسې کنډکپر پروت دی چې له کبله یې د سیمو اوسېدونکي له لویو مشکلاتو سره مخامخ دي.

د باړې سیاسي اتحاد غړو او مشرانو زیاته کړه چې په پرلت کې د بېلابېلو کلیو اوسېدونکي برخه اخلي او د بیارغونې چارو تر پیلېدو پورې به ورته دوام ورکوي.

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت لا د هغوی د احتجاج پیلولو اعلان او څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی وو چې صوبه له اوږدې مودې راهیسې له مالي ستونزو سره مخامخ ده نو ځکه ځینې پرمختیايي کارونه هم ځنډېدلي دي.

صوبايي حکومت وايي چې وفاقي حکومت ته یې هم اربونه روپۍ پاتې دي چې له ترلاسه کولو سره سم به یې لګول پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG