د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ضلعې د بلدیاتي ټاکنو د لومړي پړاو رسمي نتيحې اعلان شوې


پخوانی تصویر: د رايو اچولو په مرکز کې يو څارونکی افسر د يو تن د شناختي کارډ معلومات ثبتوي
پخوانی تصویر: د رايو اچولو په مرکز کې يو څارونکی افسر د يو تن د شناختي کارډ معلومات ثبتوي

د خیبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړي پړاو سرکاري او حتمي نتیجې خپرې شوي دي.

د خیبر ډپټي کمشنر او ریټرننګ افسر منصور ارشد له دفتره د فبرورۍ پر ۱۵مه په خبرپاڼه کې راغلي چې د لواړګي (لنډيکوتل) او جمرود لپاره د پاکستان تحریک اصلاحات ګوند امیدواران او د جمرود لپاره د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند نوماندان تحصیل چیرمینان منتخب شوي.

د ضلعې د ۱۴۷ کلیوالو (وېلېج) او د چم ګاونډ (نېبرهوډ) شوراګانو لپاره ۱،۰۳۲ کسان منتخب شوي دي.

د خیبر ‎پښتونخوا د بلدیاتي حکومت د اصلاحاتي محکمې یو چارواکي ګل محمد د فرورۍ پر ۱۵مه مشال رېډيو ته وویل چې له قانون سره سم به مقامي حکومتونو ته د پرمختیايي پروژو لپاره ۳۰ فیصده فنډ ورکوي خو دا به د نوي مالي کال ۲۰۲۲ز-۲۰۲۳ز لپاره ورته جاري کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې منتخبو کسانو ته به د حکومتدارۍ او اداري کارونو روزنه هم ورکوي.

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو په لومړی پړاو کې د ډېسمبر پر ۱۹مه رایې اچول شوې وي.

په ځينو ځايونو کې د فبرورۍ په ۱۳مه ټاکنې وشوې. دا هغه سیمې وې چې تېر ځل پکې د انتخاباتو پرمهال د تاوتریخوالي، ګډوډیو او د نوماندانو د مړینو له وجې ټاکنې ځنډېدلې وې.

په پاتې ۱۸ ضلعو کې به د مارچ پر ۳۱مه انتخابات کېږي. په لومړي پړاو کې د منتخبو چارواکو کار به د دویم پړاو د ټاکنو تر بشپړيدو وروسته پيلېږي.

XS
SM
MD
LG