د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور هايي کورټ د بلدياتي حکومتونو د منتخب غړيو واک بحال کړی دی


د پېښور هايي کورټ وداني - عکس له ارشېفه
د پېښور هايي کورټ وداني - عکس له ارشېفه

پېښور هايي کورټ د انتخاباتي کمېشن له خوا د بلدیاتي حکومتونو د منتخب استازيو د واک ځنډولو اعلامیه معطله کړې او هغوی واک يې بحال کړی دی.

عدالت دا پرېکړه د فبرورۍ پر ۲۸مه د بلدیاتي يا مقامي حکومتونو د غړيو د واک ځنډولو ضد يوې قضیې د اورېدنې پر مهال وکړه.

های کورټ انتخاباتي کمیشن او د خیبر پښتونخوا حکومتي څارنوال ته امر وکړ چې په دې اړه بشپړ رپورټ د مارچ پر دویمه وړاندې کړي. کمېشن د فبرورۍ پر دویمه د بلدیاتي استازو د واک ځنډولو اعلامیه خپره کړې وه.

کمیشن هغه مهال ویلي ول چې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د مقامي حکومتونو د استازو واک د دې صوبو د اسمبليو تر انتخاباتو پورې ځنډوي.

د خیبر پښتونخوا د ټاکنو کمېشن ویاند سهېل احمد د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته ویلي ول چې ادارې يې دا پرېکړه د دې لپاره کړې وه چې د صوبايي اسمبلۍ راتلونکي انتخابات په شفافه توګه وشي.

خو د بلدیاتي حکومتونو منتخب غړيو د کمېشن دا پرېکړه غندلې وه او ویلي یې ول چې له دې سره به د ولسي خدمتونو لړۍ اغېزمنه شي.

د پنجاب او خيبر پښتونخوا اعلا وزيرانو تېره جنوري مياشت د تحريک انصاف د مشر او د پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان په غوښتنه د يادو دواړو صوبو اسمبلۍ تحليل کړې.

د پاکستان د ايين تر مخه، د يوې اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې د هغې د څوکيو بېرته ډکولو لپاره بايد انتخابات وشي. خو تر دې دمه د هغو ټاکنو لپاره نېټې نه د اعلان شوي.

د پاکستان سپريم کورټ په پينځو قاضيانو مشتمله يوه جرګګۍ دا مهال د يادو دواړو صوبو د اسمبليو د انتخاباتو لپاره د نېټو د اعلان مسلې ته کتنه کوي.

د خيبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدياتي ټاکنو لومړی پړاو د ۲۰۲۰ز د ډېسېمبر پر ۱۹مه او دويم هغه په پاتې ۱۸ ضلعو کې د ۲۰۲۱ز د مارچ پر ۳۱مه شوی وو.

د بلدياتي حکومتونو تر جوړېدو وروسته منتخب غړيو يې وخت په وخت دوی د اختياراتو او د ترقياتي کارونو لپاره د پيسو نه ورکول کېدو له امله احتجاجونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG