د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت قبایلي ضلعو کې د نړیوال بانک په مرسته پرمختیایي پروژې بیا فعالوي


حکومت وايي، پرمختیایي پروژې له یوشمېر کلونو راهیسې د پیسو د نه شتوالي له امله د ځنډ ښکار دي ـ پخوانی انځور.
حکومت وايي، پرمختیایي پروژې له یوشمېر کلونو راهیسې د پیسو د نه شتوالي له امله د ځنډ ښکار دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د پلانونو او پرمختیايي چارو اداره (پلانېنګ اېنډ ډېوېلمپنټ یا پي اېنډ ډي) وایي چې د نړیوال بانک په مالي مرسته، په قبایلي ضلعو کې یوشمېر ځنډېدلې پرمختیايي پروژې بیا پیلوي.

ادارې د جولای پر ۱۶مه مشال راډیو ته اسناد ورکړي چې پکې ښکاري چې هغه پرمختیایي پروژې له یوشمېر کلونو راهیسې د پیسو نه شتوالي له امله د ځنډ ښکار دي.

د ادارې په وینا، د خیبر پښتونخوا په کلیوالو سیمو کې د پانګونې او د ولسي ادارو د ملاتړ په نوم هغه پروژې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو له ورګډېدو سره سم اعلان شوې وې خو د عملي کولو لپاره یې پیسې نه وې ترلاسه کړې.

د پلانونو او پرمختیايي چارو اداره او نړیوال بانک د هغو پروژو د فعالولو لپاره د ځایي حکومتونو استازو ته هم پیسې ورکوي.

په لواړګي کې د بلدیاتي حکومت تحصیل چېرمېن شاه خالد شینواري مشال راډیو ته وویل چې حکومتي او د نړیوال بانک استازو ورسره غونډې کړي او باور یې ورکړی دی چې د پرمختیایي پروژو لپاره به ورته پیسې ورکوي. ''په منصوبه کې به په خوا وشا پینځه شعبو کې کارونه ترسره شي. د پبلک هیلت (عامه روغتیا)، انجنیرنګ اېنډ ورکس، اوبه خور، تعمیراتي کارونو ادارې (سي اېنډ ډبلیو) او لوکل ګورنمنټ یا بلدیاتي حکومتونو ته به د خپلو خپلو منصوبو لپاره فنډونه جاري شي. [د کلیوالو او چم ګاونډ شوراګانو یا] وېلج کونسل او نیبر هوډ کونسلو ته به هم د پرمختیایي کارونو لپاره فنډونه ورکړل شي.''

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې په اساسي قانون کې د بدلون له مخې د قبایلو پخوانی حیثیت ختم کړ او هغه یې د خیبر پښتونخوا برخه کړې.

حکومت هغه مهال ژمنه کړې وه چې تر ۱۰ کلونو پورې به په قبايلي سيمو کې ځانګړي پرمختيايي کارونه کېږي او د پاکستان له قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي اېوارډ) له پيسو څخه به درې فيصده برخه ورکوي.

شینواری وایي، په اېن اېف سي اېوارډ کې د پوره پیسو نه ورکولو له امله پر ۱۰ کلن پرمختیایي پلان پر خپل وخت کار پیل نه شو او اوس د نړیوال بانک په مالي مرسته هغه پروژې سږکال له سېپټېمبره عملي کېږي.

د باړې یو د کلیوالې شورا یو استازی جاوېد خان اپرېدی وایي، په صوبې د قبایلو تر ورګډېدو او هلته د بلدیاتي ادارو یا حکومتونو تر جوړېدو وروسته یې تمه پیدا شوې وه چې محرومۍ به یی ختمې شي خو تر اوسه یی څه ګټه ور نه کړه. ''قبایل جګړو ځپلي دي کورونه او بازارونه مو ویجاړ پراته دي د نجونو سکولونه او د پاکو اوبو سهولتونه نه لرو، بلدیاتي نماینده ګان یې وټاکل خو څوک فنډونه نه ورکوي.''

نړیوال بانک سږ کال د جون پر ۱۴مه په قبایلي ضلعو کې د بېخبنا (انفراسټرکچر) جوړښت او د ژوند د بنیادي اړتیاوو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه ۲۰۰ مېلیونه امریکايي ډالر منظور کړل.

نړیوال بانک هغه مهال په اعلامیه کې ویلي ول چې چې دا به دا هم یقیني کړي چې د پروژې د عملي کولو لپاره له ټولنې سره په شریکه پلان جوړ شي او د بودیجې په سمه توګه د لګولو لپاره د احتساب نظام ښه کړي.

پاکستان له کال ۱۹۵۰ز راهیسې د نړیوال بانک غړی دی او تر اوسه یې له بانکه د ۴۰ اربه ډالره مرسته اخیستې ده. هغه بانک وايي چې اوسمهال په پاکستان کې ۵۸ پروژې پرمخ وړي او د نورو پروژو لپاره یې ۱۴.۸ اربه ډالرو د ورکولو ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG