د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبرپښتونخوا بلدياتي انتخابات: ازاد کانديدانو تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا د انتخاباتو کمېشن د جنورۍ پر شپږمه، د پېښور ضلعې د سټي کونسل او پنځو تحصیلونو، د بلدیاتي انتخاباتو د لومړي پړاو نتیجې اعلان کړې چې له مخې یې تر ټولو زیاتې څوکۍ ازادو امیدوارانو او د عوامي نېشنل ګوند غړو تر لاسه کړې دي.

خو بل پلو ځیني مذهبي ګوندونه هم د پام وړ څوکیو په ګټلو بریالي شوي دي.

د انتخاباتو دغه پایلې د کمېشن پر وېبپاڼه خپرې شوې دي. په سرکاري ډول د دې نتیجو اعلان تر اوسه نه دی شوی. د انتخاباتي قانون له مخې، کله چې بلدیاتي ټاکنو کې بریالي شوي کسان، په خپلو انتخابي حلقو کې د مصرف شویو اخراجاتو تفصیل له کمېشن سره جمع کړي نو بیا هله یې اعلان په سرکاري ډول خپرېږي.

د جنورۍ پر اوومه، د خیبر پښتونخوا د الېکشن کمېشن ویاند سهیل احمد، د خیبر پښتونخوا د سر ښار پېښور نتیجې له مشال راډیو سره شریکې کړې او دا یې هم وویل چې د پاتې ۱۶ ضلعو د بلدیاتي انتخاباتو نتیجې به په راتلونکو څو ورځو کې ښکاره کړي.

هغه وویل:"په پېښور ضلع کې ټول ۳۵۷ یونین کونسلونه دي چې پکې د ۳۳۱ هغو نتیجې جاري شوي دي. په دې کې ۱۶۸ کسان په ازاد حیثیت کامیاب شوي دي، د عوامي نیشنل ګوند ۵۳، د جمیعت علمای اسلام (ف) ۴۴، د پاکستان تحریک انصاف ۱۶، جماعت اسلامي ۱۴، پاکستان پیپلز ګوند ۲۱، تحریک لبیک پاکستان درې او د راه حق ګوند یو کس بریالی شوی دی."

د نویو حلقه بندیو او د بلدیاتي ادارو د جوړښت د قانون سره سم به پېښور د سټي کونسل په نامه یادېږي چې مشر به یې میر یا ښاروال وي.

دا مهال د پېښور سټي کونسل د ۱۳۰ کونسلونو څخه د ۱۲۶ نتیجې جاري شوي دي چې تر مخه یې ۴۲ ازاد امیدواران، ۳۵ د عوامي نیشنل ګوند، ۱۳ د جمیعت علمای اسلام (ف)، ۱۳ د پاکستان پیپلز ګوند، ۱۱ د تحریک انصاف، څلور د جماعت اسلامي، درې د مسلم لیګ نون او یو د راه حق ګوند امیدوار کامیاب شوی دی.

د پېښور د میر یا ښاروال څوکۍ جمیعت علمای اسلام (ف) امیدوار زبیر علي چې د مولانا فضل رحمان زوم هم دی ګټلې ده.

په خیبر پښتونخوا کې ترسره شویو بلدیاتي انتخاباتو کې د مذهبي ګوندونو لخوا د پام وړ څوکیو د ګټلو په اړه د پېښور پوهنتون د سوشل ساینس څانګې مشر پروفیسر ذاهد انوار وايي:

"په عمومي توګه مذهبي ګوندونه، د انتخاباتو پر مهال، په پاکستان او نړۍ کې د مسلمانانو د وضعیت په بیانولو هڅه کوي د خلکو رایې خپلې کړي. په اوسنیو بلدیاتي انتخاباتو کې هم هغوی همدا لاره استعمال کړې خو ضروري نه ده چې دا رجحان دې په راتلونکو پارلیماني ټاکنو کې هم برقرار پاتې شي."

خو خبریال او شنونکی شمیم شاهد بیا په دې باور دی چې په بلدیاتي ټاکنو کې مترقي او ملت پاله ګوندونه ویشل شوې وي نو ځکه د رایه ورکونکیو رایې تقسیم شي. هغه وايي، نه ګڼي چې د ۲۰۲۳ کال په پارلیماني انتخاباتو به دا اوسنۍ بلدیاتي ټاکنې اغېز ولري.

نوموړی وايي، دا خبره د ملت پالو او مترقي ګوندونو لپاره په پام کې د نیولو ده چې هغه غلطۍ دې نه تکراروي چې د اوسنیو بلدیاتي انتخاباتو پر مهال یې کړې وې.

د بلدیاتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې کامیاب شوي ازاد امیدواران په خپله خوښه په نورو ګوندونو کې د شاملېدو حق لري.

XS
SM
MD
LG