د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ضلعو کې بلدیاتي حکومتونه ولې کار نه پیلوي؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې، د بلدیاتي حکومتونو منتخب شوي غړي وايي، له څو میاشتو تېرېدو باجود یې په عملي توګه کار نه دی پیل کړی ځکه چې مخې ته ورته خنډونه پراته دي.

په خیبر پښتونخوا کې په دوو پړاوونو کې بلدیاتي انتخابات د ۲۰۲۱ کال د ډېسېمبر په ۱۹مه او د ۲۰۲۲ کال د مارچ پر ۳۱مه نېټه ترسره شوي وو. دا انتخابات په لومړي پړاو کې په ۱۹ او په دویم پړاو کې په ۱۸ ضلعو کې شوي وو.

خو ستونزه څه ده او دغه منتخب شوي غړي ولې د خپل کار په پیلولو کې د خنډونو سره مخامخ دي؟

شاه ولي ماموند د باجوړ د خولوزو کونسل مرستیال چیرمین منتخب شوی. نوموړي د مې پر اوومه مشال راډیو ته وویل، هغه د بلدیاتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې بریا ترلاسه کړې او د شپږو میاشتو له تېرېدو باوجود ورته حکومت نه دفتر ورکړی او نه هم د ترقیاتي کارونو لپاره څه قسمه فنډ ورسپارلی دی.

نوموړی وايي:

"له حکومتي کسانو سره مو ملاقاتونه کړي، د ضلعې مرستیال کمېشنر زما ځای ته راغلی و، هغوی راته وویل چې د جون تر ۳۰مې نېټې پورې هېڅ قسمه فنډونه ورسره نشته."

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو د قانون د ۵۳مې مادې له مخې، د صوبې په کلنۍ بودیجه کې، ۳۰ سلنه یې د بلدیاتي ادارو لپاره ځانګړي شوې وي. د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ په کلني بجټ کې دا پیسې شاوخوا ۴۶ اربه روپۍ جوړېدې.

د مومندو د ترکزو کونسل مرستیال چیرمین اسفندیار مومند د مې پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، هغوی اړ شوي چې د حکومتي بې غورۍ پر ضد د احتجاج لپاره یوه کړنلاره جوړه کړي.

نوموړی وايي:

"له موږ نه یې یوازې سوګند اخیستی، نور نه دفتر لرو او نه هم څوک راته فنډونه راکوي. د مومندو د بلدیاتي ادارو منتخب شویو غړو یوه تعارفي غونډه شوې ده اوس په څو ورځو کې به بله غونډه کوو. موږ په پام کې لرو چې د فنډونو د نیشتوالي په معامله د صوبايي حکومت سره خبرې وکړو او د احتجاج کولو پلان هم لرو."

د شمالي وزیرستان د تحصیل رزمک چیرمین بلال بابر چې د بلدیاتي انتخاباتو په دوهم پړاو کې کامیاب شوی، د مې پر اوومه نېټه یې مشال راډیو ته وویل، دوه میاشتې کېږي چې بریالی اعلان شوی خو تر اوسه ترې سوګند هم نه دی اخیستل شوی. نوموړی د تحریک انصاف ګوند سره تړاو لري.

هغه وايي:

"په شمالي وزیرستان کې درې تحصیلونه دي، میرامشاه، میرلي او رزمک. په دغو کې د میرلي تحصیل رسمي نتیجه لا پاتې ده. د دغه تحصیل په څلورو پولېنګ مرکزونو کې به د مې پر ۳۰مه بیا ټکانې کېږي. موږ تمه لرو چې د رزمک او میرامشا تحصیلونو غړي به په راتلونکو څو ورځو کې سوګند پورته او کار پیل کړي."

یوه مېرمن په سوات کې خپله رایه کاروي: انځور له ارشیفه
یوه مېرمن په سوات کې خپله رایه کاروي: انځور له ارشیفه

مشال راډیو سره د اورکزو، کورمې، خیبر، او جنوبي وزیرستان نه منخب شویو نویو بلدیاتي غړو هم خبرې وکړې او د هغوی وینا هم دا وه چې سوګند یې نه دی پورته کړی او حکومت ورته فنډونه او دفترونه هم نه دي ورکړي.

خو پوښتنه دا ده چې حکومت ولې د نویو منتخب شویو بلدیاتي غړو نه سوګند نه اخلي، دفترونه نه ورکوي او یا هم د ترقیاتي کارونو لپاره ورته فنډونه نه سپاري؟

مشال راډیو د حکومتي دریځ د معلومولو لپاره د مې پر اوومه د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو د صوبايي وزیر فیصل امین ګنډاپور سره اړیکه ونیوله. نوموړي وویل:

"د کابینې په راتلونکې غونډه کې به په دې اړه پرېکړه وشي. کله چې منظوري ورکړل شوه نو دوی به په رسمي ډول خپل کار پیل کړي."

نوموړی وايي، بلدیاتي ادارو ته کارکوونکې عمله ورکړل شوې خو دا چې په قبایلي ضلعو کې دا لومړی ځل و چې بلدیاتي انتخابات کېدل نو دفترونه نه وو موجود. هغه وايي، نویو منتخب شویو بلدیاتي غړو ته په سرکاري ودانیو کې دفترونه ورکوي او چیرته چې سرکاري دفترونه نه وي موجود نو هلته بیا دوی ته په کرایه دفترونه نیول کېږي. هغه دا هم وویل چې نوي ټاکل شوي کسان به ډېر زر په کار پیل وکړي.

د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو د صوبايي وزیر فیصل امین ګنډاپور د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د بلدیاتي ادارو په قانون کې هېڅ ډول بدلون نه دی راوستل شوی خو دا یې په ډاګه نه کړه چې په راتلونکې بجټ کې څومره پیسې د بلدیاتي ادارو لپاره ځانګړي شوې دي.

XS
SM
MD
LG