د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو بلدیاتي استازي د پرمختيايي کارونو لپاره د فنډونو غوښتنه کوي 


په خیبرپښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات په ۲۰۲۱ز او ۲۰۲۲ز کلونو کې شوي ول - انځور له ارشیفه
په خیبرپښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات په ۲۰۲۱ز او ۲۰۲۲ز کلونو کې شوي ول - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو بلدیاتي استازي وايي، حکومت دې د پرمختيايي کارونو لپاره فنډونه ورکړي.

هغوی دا غوښتنه د اکتوبر پر ۱۶مه د قبایلي ضلعو په بېلا بېلو سیمو کې د احتجاج پر مهال کړې ده.

د ښاروالۍ حکومتونو استازي وايي، دوه کاله يېوشول چې نه منتخب حکومت او نه هم اوسني نګران حکومت فنډ ورکړی دی.

د باجوړ ناوګۍ تحصیل ناظم ډاکټر خلیل الرحمان په دې اړه مشال راډیو ته وویل، "نه فنډ شته، نه دفتر شته، نه یې موټر شته، د دې له کبله د دوی سیاسي کېریر (ژوند) ته تاوان رسېدلی دی هغه ځکه چې ولس پرې باور کړی وو خو دوی د هغوی هیلې پوره نکړای شوې ځکه چې فنډ نشته."

د بلدياتي ادارو استازيو تر دې وړاندې هم د فنډونو د نه شتوالي شکايتونه کړي دي.

د خیبر پښتونخوا نګران حکومت پر خپله ووبپاڼه ورکړي چې د بلدیاتي استازو د فنډونو په اړه په قانون کې بدلون ته اړتیا ده او د هغه واک له دوی سره نه شته.

په خیبرپښتونخوا کې د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر او د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې په دوو پړاوونو کې بلدیاتي انتخابات شوي ول. د قبایلي ضلعو بلدیاتي ادارو تر څنګ د خیبر پښتونخوا نورو ضلعو استازي هم د پیسو د نه شتوالي او د حکومتي د نه پاملرنې شکایتونه کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG