د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا څلورو ګوندونه په انتخاباتو کې د څوکيو پر وېش خبرې کړې دي


په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ - د ارشیف انځور
په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ - د ارشیف انځور

د خيبر پښتونخوا څلور ګوندونو د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره په سلا مشوره د نوماندانو (امیدوارانو) پر درولو خبرې کړې دي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) صوبايي ویاند عبدالجلیل جان د ‌ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې د عوامي نېشنل ګوند، پاکستان پیپلز ګوند او قومي وطن ګوند پلاوو په دې اړه د هغوی د ګوند له صوبايي مشرتابه سره لیدلي دي.

نوموړي وویل، د ټولو ګوندونو خواهش دی چې د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره تر سلا مشورو وروسته په شریکه نوماندان ودروي. "د عوامي نېشنل پارټۍ ایمل ولي خان، د قومي وطن پارټۍ سکندر شېرپاو او د پاکستان پیپلز پارټۍ ظاهر شاه له خپلو ملګرو سره راغلي ول. د هغوی خواهش دی چې په صوبه کې د سیټونو (څوکيو) اېډجسټمېنټ (سم وېش) وکړي نو په دې اړه یې زموږ د ګوند له صوبايي قیادت سره خبرې وکړې."

عبدالجلیل جان زياته کړه، په دې لیدو کتو کې پر دې بحث شوی دی چې په يوه سیمه کې د کوم ګوند د بریا امکان تر نورو زیات وي، نو هغه نور ګوندونه به یې د نوماند ملاتړ کوي.

د ډېسېمبر پر ۱۸مه په پېښور کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ایمل ولي خان هم د دې خبر پخلی وکړ چې هغوی د جمعيت علمای اسلام (ف)، پاکستان پیپلز ګوند او قومي وطن ګوند سره په صوبه کې د څوکيو پر وېش رضا شوي دي.

نوموړي زياته کړه، له دې کاره یې موخه هغه ګوند ته ماتې ورکول دي چې په تېرو دوو حکومتونو کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې واکمن وو.

یاده دې وي چې په تېروو دوو حکومتي دورونو کې په هغه صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په واک کې وو.

شنونکي وايي، په پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې شامل ګوندونه، چې د عمران خان د حکومت په نسکورولو کې یې مهم کردار لوبولی وو، دا ځل په خیبر پښتونخوا کې په دې موخه یو موټی کېدل غواړي چې په انتخاباتو کې د ايسټېبليشمېنټ د مداخلې مخه ونیسي.

خبریال او شنونکی لحاظ علي په دې اړه وايي، "نورو سیاسي ګوندونو ته دوه قوتونه مخې ته دي، پاکستان تحریک انصاف او د پرویز خټک په مشرۍ کې پاکستان تحریک انصاف پارلیمېنټېرینز. دوی ډارېږي چې که پي ټي ای ته ماتې ورکړي نو ايسټېبليشمېنټ به پرویز خټک رامخې ته کړي نو ځکه د سیټونو اېډجسټمېنټ کول غواړي چې په شریکه په انتخاباتو کې د مداخلې مخنیوی وکړي."

تر اوسه لا په دې اړه حتمي پرېکړه نه ده شوې چې ایا دا ګوندونه به داسې اتحاد کوي او که نه؟

خبریال او شنونکی سیف الاسلام سیفي وايي، اوس چې په صوبه کې څلورو ګوندونو پرېکړه کړې ده چې په راتلونکو انتخاباتو کې به د څوکيو په وېش کې برخه اخلي نو دا تمه کېږي چې د یادو سیاسي ګوندونو د مشرانو ترمينځ به نور ملاقاتونه هم کېږي.

نوموړی زیاتوي، "زما خيال دی چې په صوبه (خيبر پښتونخوا) کې به راروان حکومت یو مخلوط یا مشترک حکومت وي او په دې باره کې د جمعيت علمای اسلام (ف)، د عوامي نېشنل ګوند، پاکستان پیپلز پارټۍ او قومي وطن ګوند د مشرانو ترمينځ خبرې پیل شوي او دا به دوام ولري."

په خیبر پښتونخوا کې د څلورو ګوندونو ترمينځ د څوکيو تر حده پر دې اتحاد په داسې حال کې خبرې شوې دي چې د راتلونکې فبرورۍ پر اتمه د کېدونکو عامو انتخاباتو لپاره سیاسي ګوندونو هلې ځلې پیل کړې دي.

همدا رنګه د پاکستان انتخاباتو کمېشن د راتلونکو انتخاباتو مهالوېش هم اعلان کړی دی. د ډېسېمبر پر ۱۵مه کمېشن پر ایکس پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې وویل چې د قامي او صوبایي اسمبلیو لپاره راتلونکي عام انتخابات به د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر اتمه کېږي.

په پاکستان کې وروستي انتخابات د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۲۵مه شوي ول چې په نتیجه کې یې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وزیراعظم شوی وو.

د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له وزيراعظمۍ ليرې کړ او پر ځای یې د مسلم لیګ (ن) شهباز شریف د اېتلافي حکومت نوی مشر شو، چې نوموړي د ۲۰۲۳ز کال تر اګست پورې په واک کې پاتې شو او وروسته يې حکومتي چارې نګران حکومت ته وسپارلې.

XS
SM
MD
LG