د لاسرسي ځای

تازه خبر

له عمران خانه بغیر د تحریک انصاف مستقبل څه کېدای شي؟


عمران خان خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
عمران خان خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) اوسمهال د مشرتابه له پلوه تر بل هر وخت زیات له چیلېنج سره مخامخ دی.

د ګوند زنداني مشر عمران خان د نومبر پر ۲۹مه د انتخاباتي کمېشن د فیصلې په رڼا کې بیرسټر ګوهر علي خان په ګوندي انتخاباتو کې د خپل ځایناستي په توګه ونوماوه.

د نومبر پر ۲۳مه انتخاباتي کمېشن تحریک انصاف ته حکم ورکړ چې په راتلونکو ۲۰ ورځو کې دې ګوندي انتخابات وکړي که نه نو د پاکستان د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره به ورته د کرکټ د بیټ (بلې) انتخاباتي نښان ور نه کړي.

د اګست پر پینځمه د اسلام اباد عدالت عمران خان د توشه خانې په قضیه کې د پینځو کلونو لپاره د هر ډول ولسي څوکۍ لپاره نااهله کړ چې تر هغې وروسته هغه ګرفتار شو.

په داسې حال کې چې د اسلام اباد های کورټ په هغه مقدمه کې د عمران خان د درې کلن بند سزا وځنډوله خو هغه د سرکاري رازونو د افشا کولو په قضیه کې په زندان کې دی.

د اسلام اباد د ضلعي او سېشن عدالت قاضي همایون دلاور د اګست پر پینځمه په خپله پرېکړه کې ويلي ول چې عمران خان د خپلې وزیراعظمۍ پر مهال له بهرنيو هېوادونو ترلاسه کړیو ډالیو څخه ځینې له توشه خانې څخه اخیستې او خرڅې کړې يې دي.

په مقدمه کې تور پورې شوی وو چې نوموړي انتخاباتي کمېشن ته د خپلې شتمنۍ په اړه د هغو ډالیو له پلورلو د ترلاسه شویو پیسو تفصیل نه دی ورکړی.

د خان پرضد هغه مقدمه د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان پخواني اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه.

د انتخاباتي کمېشن تازه فیصلې تحریک انصاف مجبوره کړی چې د ګوند دننه انتخابات وکړي او د عمران خان پر ځای بل مشر وټاکي. له دې سره دا پوښتنه پیدا کېږي چې ایا له نوموړي پرته به تحریک انصاف د ولس د یو محبوب ګوند په توګه څه ډول مستقبل ولرلای شي؟

دې پوښتنې د پاکستان د سياسي چارو پوهان په دوو ډلو وېشلي دي. د خبریال او شنونکي عمر چيمه په شان پوهان فکر کوي چې له عمران خان پرته به تحریک انصاف هېڅ مستقبل و نه لري.

عمر چيمه د نومبر پر ۳۰مه له مشال سره د خبرو پر مهال د خپل دريځ په ملاتړ کې دا دليل ورکړ چې تحریک انصاف پر يو کس ولاړ ګوند دی. "پي ټي ای معنا عمران خان او عمران خان معنا پي ټي ای. د دې ګوند غړي په دې تمه ناست دي چې عمران خان به بېرته راځي. خو که پوه شول چې بس کیسه نوره ختمه شوه او عمران خان به کله هم رانشي او د ګوند مشري به و نه کړي نو زما په خيال د پي ټی ای به هېڅ (سیاسي) مستقبل نه وي."

عمران خان غواړي چې خپل مستقبل خوندي کړي
ډاکتره عایشه صدیقه

د ګوند په حیث د تحریک انصاف مشکلات تر هغې وروسته پیل شول چې کله په پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې شاملو ګوندونو د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې عمران خان د عدم اعتماد له لارې د وزیراعظمۍ له څوکۍ ګوښه کړ.

د دې په غبرګون کې نوموړي د پوځ د هغه وخت پر مشر جنرال قمر جاوېد باجوه تور پورې کړ چې له واکه یې په لیرې کولو کې لاس درلود. خو جنرال باجوه او پوځ دا تور په وار وار رد کړی دی.

خو پر دې سربېره هم عمران خان پر پوځ تنقید ته دوام ورکړ او بالاخره يې د ګوند پلويانو د روان ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه او ۱۰مه د احتجاجونو پر مهال پر پوځي او ولسي ودانيو بريدونه وکړل چې په ځواب کې يې پوځ او د پخواني وزیراعظم شهباز شريف حکومت سخت ګامونه پورته کړل. په خپله عمران خان دا مهال په زندان کې دی او مهمو ملګرو يې له ګونده استعفا ورکړه.

په اسلام اباد کې خبريال اسد علي طور وايي چې پر دې ټولو حالاتو سربېره هم د تحریک انصاف ولسي ملاتړ پر ځای دی، البته تر راتلونکو انتخاباتو پورې، چې د ۲۰۲۴ز کال فبرورۍ پر اتمه اعلان شوي دي، به له ستونزو سره مخامخ وي.

نوموړي د نومبر پر ۳۰مه مشال راډيو ته وویل چې له عمران خانه بغیر هم د پي ټي ای مستقبل ته هېڅ خطر نه شته ځکه د ګوند د مشر لپاره د بیرسټر ګوهر علي خان نومول يو علامتي بدلون دی. "پي ټي ای ته معلومه ده چې اوس هم زموږ اصل مشر عمران خان دی. خو البته پي ټي ای ته دا وخت اصل خطره، چې وقتي ده، د اېسټیبلېشمنټ له خوا ده چې د دوی پرضد يې د کاروايۍ جاري ساتلې دي. د ګوند پر مشرانو زور اچول کېږي چې پارټي پرېږدي او کارکنانو ته د مظاهرو او ان وړو وړو غونډو اجازه نه ورکول کېږي. نو زما په خيال دا خطره به تر راتلونکو انتخاباتو پورې جاري وي."

د سياسي او دفاعي چارو پوهه ډاکتره عایشه صدیقه هم له هغو ځينو شنونکو څخه ده چې دريځ لري چې د عمران خان پر ځای د ګوند بل څوک مشر کول به د تحریک انصاف مستقبل له خطر سره مخامخ نه کړي. "زما په فکر دا د عقلمندۍ فیصله ده او عمران خان غواړي چې خپل مستقبل خوندي کړي. بل ده يو پښتون نومولی دی او دا به د اېسټیلېشمنټ لپاره چې غواړي پر خيبر پښتونخوا د پي ټي ای کنټرول ختم کړي، يو چیلېنج وي. بل دا هم چې د ماینس ون فارمولا یعني له عمران خانه بغیر د پي ټي ای ورپېښ چیلېنج به هم له منځه يوسي چې دا شان پارټۍ ژوندی پاتې شي."

د عمران خان له خوا د بیرسټر ګوهر علي خان د ګوند د راتلونکي مشر په توګه د نومولو پر فیصله يو تنقید دا هم کېږي چې هغه د تحریک انصاف نور مهم مشران له پامه غورځولي او داسې یو کس يې نومولی چې د ګوند په پلويانو کې محبوبیت او سياسي رېښې نه لري.

په اسلام اباد کې د سياسي او عدالتي چارو خبريال وحید مراد د نومبر پر ۳۰مه مشال راډيو ته وویل چې د بیرسټر ګوهر علي خان لپاره لوی چیلېنج دا دی چې څنګه تحریک انصاف يو موټی وساتي. "دا وخت تحریک انصاف ته تر ټولو لوی چیلېنج د متحد پاتې کېدل دی او هغه سړی يې متحد ساتلای شي چې ورته د عمران خان حمایت ترلاسه وي. عمران خان بیرسټر ګوهر علي خان نومولی دی نو څوک چې عمران خان مشر مني نو هغوی به له بیرسټر ګوهر سره ملګري وي."

البته د پاکستان زیاتره شنونکي فکر کوي چې د مشرتابه بدلون یعنې د عمران خان پر ځای د هغه د خوښې بل کس د ګوند د مشر په توګه نومول او ټاکل به په مجموعي توګه تحریک انصاف ته د ګوند په حيث ګټه ورسوي.

XS
SM
MD
LG