د لاسرسي ځای

تازه خبر

انوار الحق کاکړ د لنډمهالي وزیراعظم په توګه د دندې لوړه وکړه


ولسمشر علوي د اګست پر ۱۴مه کاکړ ته سوګند ورکړ.
ولسمشر علوي د اګست پر ۱۴مه کاکړ ته سوګند ورکړ.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د خپلې دندې لوړه کړې ده.

ولسمشر ډاکتر عارف علوي د اګست ۱۴مې په ماسپښین په خپل دفتر کې کاکړ ته سوګند ورکړ.

دا تر هغې وروسته ده چې کاکړ د اګست پر ۱۳مه د سېنېټ څوکۍ او د خپل ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ غړیتوب پرېښود.

د پاکستان پخواني وزیراعظم شهباز شریف او په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو مشر راجا ریاض احمد د اګست پر ۱۲مه ۵۲ کلن کاکړ د وزیراعظمۍ څوکۍ ته نومولی وو.

د پاکستان رسنۍ وايي چې د نوموړي د لوړې په مراسمو کې د پخواني وزیراعظم شهباز شریف، پخوانۍ قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشریف او د سېنېټ مشر صادق سنجراني په ګډون یوشمېر لوړپوړو حکومتي او پوځي چارواکو ګډون وکړ.

انوار الحق کاکړ به د عامو انتخاباتو په نتیجه کې د نوې قامي اسمبلۍ تر جوړېدو پورې وزیراعظم وي.

کاکړ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمې کلا سیف الله کې زېږېدلی وو چې لومړۍ زده کړې یې په کوټه او لوړې زده کړې یې له بلوچستان پوهنتون او د پاکستان د دفاعي چارو له ملي پوهنتونه کړې دي.

نوموړي خپل سیاسي سفر د مسلم لیګ (ن) له غړیتوبه پیل کړی وو خو د پوځ د پخواني مشر پروېز مشرف په واکمنۍ کې په مسلم لیګ (ق) کې شامل شو.

کاکړ په ۲۰۱۸ز کال کې په نوي جوړ شوي ګوند بلوچستان عوامي پارتۍ ورګډ شو او د شپږو کلونو لپاره سېنېټر وټاکل شو. دی په سېنېټ کې د بهرمېشتو پاکستانیانو د چارو کمېټۍ مشر وو.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي دفتر د اګست نهمې پر ماخوستن ناوخته پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې وویل چې له ایین سره سم یې اسمبلي تحلیله کړې ده.

د قامي اسمبلۍ تر ماتېدو او د نګران حکومت تر جوړېدو وروسته کمېشن د انتخاباتو نېټه اعلانوي او په دې برخه کې تیارۍ پیلوي.

په پاکستان کې د قانون له مخې منتخب حکومت خپله پینځه کلنه موده تر پوره کولو وروسته واک نګران حکومت ته سپاري چې هغه بیا د ټاکنو له کمېشن سره په شریکه په ۹۰ ورځو کې انتخابات کوي او چارې نویو واکدارانو ته سپاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG