د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوندونو په نویو حلقه بندیو کې د خیبر د قامي اسمبلۍ څوکیو کمول رد کړي دي


 د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د عمومي څوکيو شمېر ۲۶۶ دی ـ پخوانی انځور.
 د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د عمومي څوکيو شمېر ۲۶۶ دی ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ګوندونو په نویو حلقه بندیو کې د هغې ضلعې د یوې څوکۍ په کمولو نېوکي کړي دي.

د سیمې سیاسي مشرانو د ډېسېمبر پر اوومه له مشال راډیو سره په خبرو کې د څوکۍ کمول د هغې ضلعې له ولس سره زیاتی وباله.

د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخواني غړی حمید الله جان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې د ۱۰ لکو نفوس لرونکې ضلعې ته یوه څوکۍ ورکول ناانصافي ده.

د پاکستان انتخاباتو کمېشن په نویو حلقه بندیو کې د ځینو ځایونو څوکۍ کمی کړي دي خو په صوبایي اسبملۍ کې یې د خیبر درېواړه څوکۍ پر ځای ساتلي دي.

د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې خیبر ضلعې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې دوه څوکۍ لرلې چې دواړه د تحریک انصاف ګوند سیاستوالانو ګټلې وې.

د انتخاباتو کمېشن وایي چې د وروستۍ سرشمېرنې پر اساس یې حلقې جوړې کړې دي. د نویو حلقه بندیو له مخې، د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنرل سیټونو يا عمومي څوکيو شمېر ۲۶۶ دی. په دې کې د خیبر پښتونخوا ۴۵ څوکۍ دي.

په پاکستان د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات کېږي چې پکې د برخې اخیستنې لپاره ګوندونو کیمپېنونه پیل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG