د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور مېشتي افغان کډوال "د پولیسو له چاپو او بیا بیا پلټنو" پرېشانه دي


په کراچۍ کې پولیس د افغانانو په لټون د يو کور دننه د کتلو هڅه کوي - انځور له ارشیفه.
په کراچۍ کې پولیس د افغانانو په لټون د يو کور دننه د کتلو هڅه کوي - انځور له ارشیفه.

په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، پر دې سربېره چې د هستوګنې اسناد لري خو بیا بیا پلټنو او د پولیس چاپو د کړاونو سره مخامخ کړي دي.

د پېښور تاج اباد په کچه ابادۍ کې مېشت ۶۰ کلن ظاهر جان مشال راډیو ته وویل چې ټوله کورنۍ یې د کډوالۍ قانوني اسناد لري خو په وروستیو کې د پولیس رویې سخت په تنګ کړی دی. "نه غواړم چې په پاکستان کې پاتې شم. پولیس راباندې چاپې وهي. کورونو ته دننه کېږي. بس چې دا ژمی تېر شي نو کډه پورته کوم. غواړم په عزت سره ستون شم."

د پاکستان نګران حکومت اسناد نه لرونکو بهرنیانو چې زیاتره یې افغانان دي ته د اکتوبر تر ۳۱مې مهلت ورکړی وو چې په خپله ووځي که نه په زور به یې وباسي. د نومبر له لومړۍ راهیسې افغانستان ته د تلونکو کډوالو لړۍ تېزه شوې او د چارواکو په وینا د نومبر تر ۲۶مې ۴،۲۱،۰۰۰ افغانان پر تورخم، چمن او نورو لارو افغانستان ته اوښتي دي.

پولیس راباندې چاپې وهي، کورونو ته دننه کېږي. بس چې دا ژمی تېر شي نو کډه پورته کوم
افغان کډوال ظاهر جان

که څه هم پاکستاني چارواکي وایي چې یوازې د اسناد نه لرونکو بهرنیانو ضد کارروایي کوي خو په کراچۍ او لاهور او ځينو نورو ښارونو کې د اسناد لرونکي کډوالو د نيولو راپورونه هم ورکړل شوي دي. په پېښور کې مېشت افغان کډوال احسان الله وایي چې پولیس اسناد لرونکو او نه لرونکو توپیر نه کوي.

هغه مشال راډيو ته وویل: "د پولیسو له ویرې خلکو ځانونه په کورونو کې بند کړي دي. بهر یې تالې اچولې دي. څوک مزدورۍ ته نشي تللی. که چا سره کارډ وي او تصدیق هم شي نو پولیس له پینځه تر ۱۰زرو پورې روپۍ اخلي او بیا یې خوشې کوي."

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي وایي چې د سږ کال تر پای به له هغه هېواده د بې اسناده بهرنیانو د وتلو بهیر بشپړ شي خو افغان کډوال وایي کډه کېدو لپاره ورته ورکړل شوی مهلت کم دی، هغوی له لسیزو راهیسې هلته اوسیږي او د کډه کېدو لپاره دې ورته مهلت زیات کړل شي.

افغان کډوال سردار ولي وایي چې په ۱۱ ټولګي کې زده کړی کوي، که حکومت د کډه کېدو لپاره زیات وخت ورکړي نو دا به یې د زده کړو لپاره ښې وي. "زما وروڼه پولیسو څو ځل ونیول، روپۍ یې را نه واخیستې بیا یې پرېښودل. داسې ښکاري چې کالج او سبق را نه پاتې شو. پکار وه چې لږترلږه دوه کاله وخت راکړل شي چې خلک پکې ځانونه راغونډ کړي."

د پېښور پولیس دا ردوي چې اسناد لرونکي افغانان ځوري او ترې پیسې اخلي. د حیات اباد تاتارې تاڼې اېس اېچ او حشمت خان مشال راډیو ته وویل چې یوازې بې اسناده افغانان نیسي.

هغه زیاته کړه: "کله یو بې اسناده افغان ونیول شي او په جیب کې ورسره کارډ نه وي نو موږ ورته دوه ساعتونو پورې موقع ورکوو چې خپلې کورنۍ سره رابطه وکړي او د رجسټریشن اسناد ورته راوړي. که یې نه راوړي نو بیا یې پېښور جمعه خان خوړ موقتي کیمپ ته لېږو. هلته ترې سرکاري او غیر سرکاري ادارې پوښتنې کوي چې چا خو به ورسره زور زیاتې نه وي کړې. بیا یې له نادرا تصدیق وکړو. له هغې پس یې تورخم ته لېږو او بیا افغانستان ته اوړي."

پاکستان ته په ۱۹۸۰ مو کلونو کې تر هغې وروسته افغانان ورکډه شول چې د شوروي اتحاد پوځونه افغانستان ته ورغلل، تر دې وروسته د کورنیو جګړو له امله هم ګڼ شمېر خلک پاکستان ته لاړل. له ۲۰۰۱ زکال وروسته کله چې افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور شو، ډير افغانان خپلو خپلو سيمو ته ستانه شول خو ډير يې لا هم پاکستان او ايران کې اوسيږي.

پاکستان ته د کډوالو وروستۍ څپه هغه وخت ورغله چې طالبان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان واکمن شول. په دوی کې ډيری یې نورو غربي هېوادونو ته د تګ لپاره انتظار باسي.

XS
SM
MD
LG