د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم د چمن پر پوله د پاسپورټ او ویزې شرط ضد لاریون ته دوام ورکړی دی


د لاریون ګډونوال د نومبر پر ۱۹مه پښین ته ورسېدل
د لاریون ګډونوال د نومبر پر ۱۹مه پښین ته ورسېدل

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) لسګونه غړو او پلویانو په چمن کې د احتجاجي پرلت په ملاتړ له هغه ښاره تر کوټې پورې لاریون ته پر درېیمه ورځ هم دوام ورکړی دی.

د لاریون ګډوال د نومبر پر ۱۹مه پښین ته ورسېدل او پر سړک یې د کوټې پر لوري تګ ته دوام ورکړ.

لاریونوال د چمن پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط پرضد دي، له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو ایستل غندي او غوښتنه کوي چې حکومت دې د پارلېمان د پخواني غړي علي وزیر په ګډون د غورځنګ اته مخکښ غړي او فعالان خوشې کړي.

لاریونوال وايي چې کوټې ته په رسېدو هلته د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره پرلت وهي.

د خیبر پښتونخوا د درابڼ سیمې پولیسو د غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر د نومبر پر ۱۴مه په چمن کې پرلتوالو ته تر وینا یوه ورځ وروسته هغه مهال ګرفتار کړ چې ډېره اسماعیل خان ته پر لاره وو.

د ډیره اسماعیل خان صدر تاڼې مشر حباب بلوڅ د نومبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې د درابڼ تاڼې پولیسو علي وزیر په دوو مقدمو کې ګرفتار کړی او بيا يې د ډېره اسماعيل خان پوليسو ته سپارلی دی.

د نوموړي په ګډون د غورځنګ اته غړي د ریاست پر ضد د ویناګانو، د عامه نظم ګډوډولو، د سرکار په کار کې د مداخلت او نورو تورونو له کبله په زندان کې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره سوله ییزه او له قانون سره سمه مبارزه کوي.

د غورځنګ پلویانو د نومبر پر ۱۷مه له چمنه احتجاجي لاریون پر داسې مهال پیل کړ چې هلته ګڼو خلکو د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط د عملي کېدو ضد پرلت وهلی دی.

پرلتوال غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د بلوچستان چارواکو د نومبر له پیل راهیسې پر چمن بې له پاسپورټ او ویزې تګ راتګ درولی دی او وایي چې دا ګام یې په هېواد کې د امنیت ساتلو او قاچاق د مخنیوي په خاطر اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان حکومت اسناد نه درلودونکو بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱ مې پورې مهلت ورکړی وو چې له هېواده ووځي. مهلت تر پوره کېدو وروسته افغانستان ته د کډوالو د ستنېدنې بهیر ګړندی شوی او تراوسه لکونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

لاریونوال وايي چې حکومت دې پر چمن پوله تګ راتګ د پخوا په څېر په شناختي کارډ او تذکرو کړي - د نومبر ۱۹مې انځور.
لاریونوال وايي چې حکومت دې پر چمن پوله تګ راتګ د پخوا په څېر په شناختي کارډ او تذکرو کړي - د نومبر ۱۹مې انځور.

د چمن د پرلتوالو په ملاتړ کې د نومبر پر ۱۷ مه د چمن د ځایي اوسېدونکو ماشومانو احتجاجي لاریون هم لاریون وکړ او پر ډېورنډ کرښه یې د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کولو غنده وکړه.

دوی وايي چې له افغانستان سره پر پوله د تجارت او تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کېدل کاروبار زیانمنوي او ورسره د سيمې زرګونه کسان بېروزګاره کېدای شي.

په پرلت کې د لویو سوداګرو ترڅنګ هغه مزدوران هم شامل دي چې پخوا به یې هره ورځ د چمن او سپین بولدک ترمينځ سامانونه لېږدول.

د چمن پرلتوالو او حکومتې چارواکوو تر مینځ څو ځل خبرې شوي خو نتیجې ته نه دي رسېدلي.

د انګور اډې پرلت

له چمن پرته د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې هم پر هغه پوله د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کېدو پرضد پرلت پر شپږمه ورځ هم دوام لري.

د پرلت یو مخکښ مشر ملک ببري وزیر د نومبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې د پاسپورټ او ویزې شرط د سیمې کاروبارونه او مزدورۍ اغېزمنوي.

پرلتوال داراز وايي چې د پولې دواړو خواوو ته اوسېدونکي پښتانه دي، خپلوۍ او تعلقات لري نو ځکه هم حکومتي پرېکړه نه مني.

د کوز جنوبي وزیرستان انتظامي مشر یاسر سلیمان کونډي د نومبر پپر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې د پاسپورټ او ویزې شرط د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ايښی دی چې دوی یې عملي کوي.

د پاکستان حکومت وايي چې له افغانستان سره د سفر لپاره یو ډول نظام عملي کوي او داسې نه شي کېدای چې په یو ځای کې دې خلک په پاسپورټ او ویزې او په بله لاره دې په شناختي کارډ او تذکرو تګ راتګ وکړي.

XS
SM
MD
LG