د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پاکستان کې د شړل کېدو او توقيف سره مخامخ افغانانو لپاره بېړنۍ ټېلېفون شمېره اعلان کړې


پاکستان د نومبر له لومړۍ د بې اسناده افغانانو په زور د ستنولو لړۍ پیل کړې ده ـ د نومبر ۱۱مې انځور.
پاکستان د نومبر له لومړۍ د بې اسناده افغانانو په زور د ستنولو لړۍ پیل کړې ده ـ د نومبر ۱۱مې انځور.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په هغه هېواد کې د کېس لرونکو افغانانو د ستونزو د حل لپاره بیړنۍ شمېره اعلان کړې ده.

وزارت د نومبر پر ۲۴مه پر ایکس پاڼه لیکلي دي چې هغه پناه غوښتونکي چې په پاکستان کې د نیول کېدو او ایستلو له خطر سره مخ کېږي، په دغه شمېره ( ۰۰۱۷۵۷۹۱۶۴۱۰۰ ) زنګ وهلی شي او یا هم لیکلی پیغام پرېښودلی شي.

وزارت ویلي، چې دغه شمېره به د سهار له اتو بجو تر نیمې شپې پورې فعاله وي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ګڼ داسې افغانان هم تللي دي چې له هغه ځایه اروپا او امریکا ته د تګ په انتظار دي او پاکستاني چارواکي وایي چې په اسلام اباد کې د امریکايي سفارت په سپارښتنه یې ټولو اړونده ادارو ته لارښوونه کړې ده چې هغه زرګونه افغانان به نه نیسي چې امریکا ته د تګ لپاره یې درخواستونه ورکړي دي.

په پاکستان کې میشت هغه کډوال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه اقدام پوره نه ګڼي. دوی وایي چې امریکا او نور هېوادونه دې د دوی د کډوالۍ کیسونو پروسه چټکه کړي.

په اسلام اباد کې میشت یو افغان چې امریکا ته د تلو لپاره د پي ټو کیس لري، مشال راډیو ته وویل چې تر دې وړاندې د امریکا سفارت هغو کډوالو ته د خوندیتوب لیکونه ورکړي دي خو پر دې سربېره یې پولیس ځوروي.

هغه وویل "پولیس دغه لیک کې ته هیڅ ارزښت نه ورکوي، موږ ته دومره وخت نه راکوي چې موږ د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته یا زنګ ووهو او یا د دوی واټس اپ ته مسیج وکړو، په دې صورت کې موږ د ډیپورټ له خطر سره مخ کېږو ، امریکا باید له پاکستانه زموږ د انتقال پروسه چټکه کړي ځکه افغان پناه غوښتونکي دلته له سختو ستونزو سره مخ دي."

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د اکتوبر پر درېیمه اسنادو نه لرونکو بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ته د اکتوبر تر ۳۱مې وخت ورکړی وو چې له هېواده دې په خپله خوښه ووځي که نه وروسته به یې په زور باسي.

د هغې نېټې له ختمېدو سره سم، د پاکستان حکومت د نومبر پر لومړۍ نېټه د کډوالو جبري لېږد پیل کړ.

د پاکستانیو چارواکو په وینا تر اوسه له څلورو لکو زیات بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه د تورخم، چمن، انګور اډې او خرلڅیو په ګډون له بېلابېلو لارو هېواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG