د لاسرسي ځای

تازه خبر

بګټی وايي پاکستان د پاکستانيانو دی، ټول بهرني کډوال به ستنوي


د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرافراز بګټي (کېڼې خوا ته) خبري غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.
د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرافراز بګټي (کېڼې خوا ته) خبري غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي وايي له هېواده د بې اسناده کډوالو ايستلو لړۍ به په راتلونکې مياشت کې بشپړه شي.

بګټي له انډپنډنټ اردو سره په مرکه کې، چې د نومبر پر ۲۴مه خپره شوې، وويل چې تر اوسه په ستنو شویو کډوالو کې ۹۹،۹۹ سلنه افغانان دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا پاکستان په راتلونکي کې د رجسټر افغان کډوالو ستنولو پلان لري؟ بګټي وويل چې د کومو خلکو په وطن کې امن راغلی نو بايد چې اوس ورته ستانه شي: "چې کوم خلک له دې کبله پاکستان ته راغلي ول چې د هغوی په ملک کې امن نه شته او اوس چې د هغوی په ملک کې امن راغلی نو خپل ملک ته به ځي او دا هېواد د پاکستانيانو لپاره دی."

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د اکتوبر پر درېیمه اسنادو نه لرونکو بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ته د اکتوبر تر ۳۱مې وخت ورکړی وو چې له هېواده دې په خپله خوښه ووځي که نه وروسته به یې په زور باسي.

د هغې نېټې له ختمېدو سره سم، د پاکستان حکومت د نومبر پر لومړۍ نېټه د کډوالو جبري لېږد پیل کړ.

افغان کډوال وايي بې له کورنۍ د ستنېدو له ګواښ سره مخامخ دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00

د پاکستان دولتي راډيو د حکومتي ارقامو پر اساس لیکلي چې د نومبر تر ۲۳مې د تورخم، چمن، انګور اډې او خرلڅیو په ګډون له بېلابېلو لارو هېواد ته د ستنو شویو افغانانو شمېر شاوخوا ۳۵۰،۰۰۰ ته رسېدلی دی.

د افغان کډوالو لپاره د پاکستان او افغانستان په بېلا بېلو برخو کې لنډمهالي کیمپونه جوړ شوي دي.

د پاکستان یوشمېر ګوندونو، فعالانو او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو ادارو له پاکستانه بیا بیا غوښتي دي چې د کډوالو د ستنولو پرېکړه دې بېرته واخلي خو پاکستاني مشران وایي د بې اسناده بهرنیانو ایستل یې د هېواد د امنیت لپاره مهم دي او دې کار ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG