د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور کمېشنر د ناراجسټر افغان کډوالو لپاره د عارضي کېمپونو جوړولو امر کړی دی


د پېښور کمېشنر له امر سره سم به، د افغان کډوالو لپاره په حاجي کيمپ، ازاخيلو او څوکنو کې کېمپونه جوړېږي ــ پخوانی انځور
د پېښور کمېشنر له امر سره سم به، د افغان کډوالو لپاره په حاجي کيمپ، ازاخيلو او څوکنو کې کېمپونه جوړېږي ــ پخوانی انځور

د پېښور ډويژن کمېشنر د ناراجسټر افغان کډوالو لپاره د عارضي (موقتي) کېمپونو جوړولو امر کړی دی.

د اکتوبر پر ۱۶مه د کمېشنر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کېمپونه به په حاجي کيمپ، ازاخيلو او څوکنو کې جوړېږي او تر ۳۱م اکتوبر وروسته به افغانستان ته د ستنولو لپاره هغه کډوال پکې ساتل کېږي چې قانوني اسناد نه لري.

د خبرپاڼې له مخې، کمېشنر محمد زبیر د اکتوبر پر ۱۶مه شوې غونډه کې پوليسو او استخباراتي ادارو ته امر کړی چې تر ۳۱م اکتوبر پورې دې د ناراجسټر افغان کډوالو په اړه معلومات راغونډ کړي.

کمېشنر د دې اقدام لپاره په پېښور، چارسده، نوښار، خيبر او مومندو کې د پولیس تاڼو پر کچ د کمېټیو جوړولو امر کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال په هغه هېواد کې مېشت ټولو اسناد نه لرونکو کډوالو ته امر وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې په خپله خوښه ووځي.

نوموړي زياته کړه چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې ناقانونه کډوال په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.

تر هغه وړاندې، د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي، چې بيا وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ تنده شوه او پوليسو سلګونه افغانان ونیول.

د بښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه وکړه.

په همدې حال کې د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

دا راز په پېښور کې د افغان کډوالو عالي شورا د غیر راجسټر افغان کډوالو د ستنولو پر حکومتي پرېکړه اندېښنه ښوولې ده.

په همدې حال کې د پېښور های کورټ ځینو وکیلانو د اکتوبر پر نهمه له پاکستانه په زور د افغانانو د ایستلو پرضد په هغه عدالت کې درخواست دایر کړ. هغه وکیلان وايي چې اسلام اباد باید هغو افغانانو ته د پاکستان شهریت ورکړي چې د تابعیت شرطونه پوره کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG