د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر تر ضمانت وروسته بیا نیول شوی


علي وزير په يوه خبري غونډه کې - انځور له ارشیفه
علي وزير په يوه خبري غونډه کې - انځور له ارشیفه

د پاکستان تحقیقاتو وفاقي ادارې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير تر هغه وروسته ونيو چې يو عدالت یې د خوشې کولو ضمانت منظور کړ.

د علي‌ وزير وکيلانو مشال راډيو ته وويل چې علي وزير او ملګري یې د سيپتمبر پر يوولسمه له اډياله زندانه په ضمانت خوشې شول خو بهر د پاکستان تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) کسانو بیا ونیول. د وزیر د عدالتي ډلې په وينا امنيتي سرتيري په ساده جامو کې وو نو ځکه پر ټولنيزو رسنيوو د تصویرونو په خپرولو سره خلکو وویل چې موکل یې تښتول شوی دی.

علي‌وزير او ولسیار وزیر د امنيتي ځواکونو پر ضد د نفرتونو پيدا کولو او د پاکستان ریاست په خلاف د خلکو د پارونې په تور نيول شوي دي. د سيپتمبر پر ۱۱مه، د اسلام اباد جوډیشل مجسټرېټ محمد شبیر عدالت د ايف ای اې په غوښتنه، علي وزیر او ولسیار وزیر په درې ورځني جسماني ريمانډ د پلټنو لپاره ورسپارلي دي.

تر دې مخکې د اسلام اباد ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون غورځنګ غړو علي وزير، کامران، بادشاه پښتين، ولسيار او نورزاده ضمانتونه منظور کړي وو. عدالت د هغوی د خوشې کولو حکم کړی وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر ۱۸مه د اسلام اباد سره نزدې د ترنول په سيمه کې د خلکو جبري ورکولو، د ترهګرۍ د پېښو ، د پښتنو وسايلو لوټلو خلاف او د پښتنو په وطن کې د امن راوستلو لپاره جلسه کړې وه چې تر هغې وروستو يې غړي ونيول شول.

د غورځنګ په غړو يوه مقدمه په ترنول تاڼه کې درج شوه، بله د ترهګرۍ ضد ادارې لخوا او دريمه په باره کهو تاڼه کې وشوه. علي وزير د ترنول او ترهګرۍ ضد ادارې په مقدمو کې تېره اوونۍ ضمانتونه شوي ول خو د باره کهو په مقدمه کې په اډياله جيل کې بندي وو.

د علي وزیر وکیل ایمل مندوخېل د سيپتمبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې د باره کهو په مقدمه کې تر ضمانت وروسته پر علي وزیر بله مقدمه نشته نو ځکه د هغه د خوشې کولو کاغذونه زندان ته وړي تر څو هغه خوشی شي. خو ایف ای اې وايي چې تر خوشې کېدو وروسته یې علي وزير او د هغه ملګري پر انټرنيټ د جرمونو مخنيوي د قانون لاندې پر ټولنیزو رسنيوو د نفرت پيداکولو او د رياستي ادارو پر ضد د خلکو پارونې په تور نيولي دي.

پر دوی سربېره، د پښتون ژغورنې غورځنګ نور نیول شوي غړي شاه فيصل غازي، فداالله محسود، وسيم داوړ، جمال ماليار او فدالله وزير په جسماني ريمانډ د ترهګرۍ ضد ادارې ته سپارل شوي دي. پر دوی په ناقونونه توګه د خلکو راغونډولو، په قانون عملي کوونکو ادارو د حملو کولو او رياست خلاف بغاوت کولو تورونه پورې شوي دي. د غورځنګ مشران او غړي دا تورونه ردوي او وايي چې د خپل حق لپاره پرامن جلسه يا لاريون کول جرم نه دی.

د اګست پر ۱۸مه د پښتون ژغورنې غورځنګ اعلان کړی وو چې د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره به د سپريم کورټ مخې ته جلسه کوي خو د اسلام اباد انتظامېي او پوليسو ورته لارې بندې کړې او د غورځنګ غړو بیا د ترنول سره نزدې جلسه وکړه.

جلسې ته د وينا کولو نه پس مدني فعاله او د پخوانۍ وزيرې شيرين مزاري لور ايمان مزاري هم پوليسو ونیوله. هغه هم د غورځنګ د غړو په شان په درې واړه مقدمو کې نومول شوې وه. مزاري تېره اوونۍ د ضمانت تر اخیستو وروسته له بنده خوشې شوه.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG