د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد عدالت علي وزیر او ایمان مزارۍ ته ضمانت ورکړی دی


پر ایمان مزارۍ (ښي لوري ته) او علي وزیر د بغاوت مقدمې د اګست پر ۱۸مه دایرې شوې دي - انځور له ارشیفه.
پر ایمان مزارۍ (ښي لوري ته) او علي وزیر د بغاوت مقدمې د اګست پر ۱۸مه دایرې شوې دي - انځور له ارشیفه.

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر او د بشري حقونو چارو وکیلې ایمان زینب مزارۍ ته د بغاوت په مقدمو کې ضمانت ورکړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ فعال ادریس پښتین مشال راډیو ته وویل چې عدالت د اګست پر ۲۸مه تر اورېدنې وروسته د وزیر غوښتنلیک منظور کړ او ورته یې ضمانت ورکړ.

د وزیر او د مزارۍ د وکیلانو د ډلې یو غړي اېمل خان مندوخېل مشال راډیو ته وویل چې عدالت په هم هغه اورېدنه کې د مزارۍ ضمانت هم منظور کړ.

خو تر ضمانت وروسته چې مزارۍ د راولپېنډۍ له زندانه وتله نو د اسلام اباد پولیسو بیا ګرفتاره کړه.

د اسلام اباد پولیسو پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په لنډ بیان کې ویلي دي چې مزارۍ یې د باره کهو تاڼې په قضیه کې نیولې ده.

پولیسو په بیان کې زیاته کړې ده چې د مزارۍ پرضد هغه مقدمه د ترهګرۍ پر وړاندې د مجازاتو له قانون سره سمه دایره شوې ده خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه مقدمه کله درج شوې وه.

په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان پخوانی استازی علي وزیر د اګست پر ۱۹مه او ایمان مزارۍ د اګست پر ۲۰مه له اسلام اباده نیول شوي ول.

د اسلام اباد پولیسو د اګست پر ۲۰مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر دی، لیکلي ول چې دواړه کسان پولیسو ته "د پلټنو لپاره مطلوب ول او ټوله کاروايي له قانون سره سمه کېږي."

پولیسو هغه مهال په بیان کې نه ول ویلي چې وزیر او مزارۍ یې په کوم تور نیولي دي خو دواړو د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته په وینا کې پر امنيتي ادارو نيوکې کړې وې.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شوو ویډګانو کې لیدل شوي چې علي وزیر او ایمان مزارۍ د تقریر پر مهال د جبري تښتونو لپاره پر پوځي ايسټېبليشمېنټ انتقاد کوي.

پولیسو وروسته وویل چې پر دواړو د پي ټي اېم په جلسه کې د وینا په سر د بغاوت مقدمې دایرې شوې دي چې پکې د ترهګرۍ ضد مجازاتو قانون مادې هم شاملې دي.

له دې پرته د اسلام اباد پولیسو پر دواړو د هغې احتجاجي جلسې پر مهال د لارو بندولو، د ګاډو ښیښو ماتولو او دولتي ودانیو ته د زیان رسولو او په سرکاري چارو کې د مداخلت په تور هم یوه مقدمه دایره کړې وه.

خو د اسلام اباد یو عدالت د اګست پر ۲۲مه په هغه مقدمه کې مزارۍ ته ضمانت ورکړ او وزیر یې د پلټنو لپاره په عدالتي تحویل کې زندان ته واستاوه.

پښتون ژغورنې غورځنګ په اسلام اباد کې جلسه کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00

د اګست ۲۸مې اورېدنه

د ایمان زینب مزارۍ وکیلې زینب جنجوعې د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ته ویلي دي چې د اګست پر ۲۸مه د اورېدنې پر مهال د پي ټي اېم په جلسه کې د مزارۍ د وینا متن ولوستل شو چې د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي عبدالحسنات ذوالقرنین واورېد.

د هغې په خبره، تر دې وروسته حکومتي وکیلانو د مزارۍ او وزیر د ضمانت مخالفت وکړ او له هغوی څخه یې د پلټنو لپاره نور وخت وغوښت، خو قاضي دواړو ته د ۳۰، ۳۰ زره روپیو په داخلولو ضمانت ورکړ.

جنجوعه زیاتوي چې د لارو تړلو او سرکاري ودانیو ته د زیان رسولو په قضیه کې د وزیر ضمانت لا نه دی شوی.

پښتون ژغورنې غورځنګ وار له مخه په هغه قضیه کې د وزیر د ضمانت درخواست دایر کړی دی.

د وزیر وکیل اېمل خان مندوخېل مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر ۲۸مه د اسلام اباد په عدالت د هغې مقدمې اورېدنه هم وشوه او قاضي د بلې اورېدنې لپاره د اګست ۳۰مه نېټه وټاکله.

پي ټي اېم پر وزیر لګېدلي تورونه ردوي او دريځ لري چې د پاکستان په اييني چوکاټ کې يې د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کړی دی، خو په پاکستان کې یې پرضد په بیا بیا د "ولس پارولو" او "ادارو پرضد د خبرو کولو" ناسم تورونه پورې شوې دي.

البته د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهاله وزير سرفراز بګټي د اګست پر ۲۱مه په يو بيان کې ويلي ول چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د امنيتي ادارو په اړه د علي وزير او ايمان مزارۍ په څېر "ژبه" وکاروي.

XS
SM
MD
LG