د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د ايمان مزارۍ ضمانت ومانه، علي وزير يې د ۱۴ ورځو په عدالتي ريمانډ پوليسو ته سپارلی


د بشري حقونو فعاله ايمان زينب مزارۍ د اسلام اباد په يو عدالت کې او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د پاکستان په پارلېمان کې ــ انځور له ارشيفه
د بشري حقونو فعاله ايمان زينب مزارۍ د اسلام اباد په يو عدالت کې او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د پاکستان په پارلېمان کې ــ انځور له ارشيفه

د اسلام اباد يو عدالت "سرکاري املاکو ته د زيان رسولو" او "په سرکاري چارو کې د مداخلت" په قضيه کې د بشري حقونو د فعالې او وکيلې ايمان زينب مزارۍ ضمانت قبول کړ.

د اسلام اباد جوډيشل مجسټرېټ نن (د اګست پر ۲۲مه) د ايمان مزارۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزير پرضد د پوليسو په ترنول تاڼه کې د درج شوي مقدمې د اورېدنې پرمهال دا پرېکړه وکړه.

د پاکستان جيو نيوز پر خپله ووبپاڼه ليکلي، ياد عدالت علي وزير د ۱۴ ورځو په عدالتي ريمانډ پوليسو ته وسپاره. سرکاري وکيل د علي وزير د دوه نورو ورځو د جسماني ريمانډ خواست کړی وو چې د هغه په وينا وزير د پلټنو پرمهال "همکاري" نه کوي.

د دې په غبرګون کې د علي وزير وکيل عطاالله کنډي عدالت ته وويل چې پوليس د وزير "له خولې څه راايستل غواړي؟"

دا له هغه وروسته ده چې د اګست پر ۲۱مه هم علي وزير او ايمان مزارۍ پر هغوی د جوړې شوې "ترهګرۍ" مقدمې په ترڅ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته حاضر کړل شول، چې بيا وروسته ياد عدالت دواړه د درو ورځو په جسماني ريمانډ پوليسو ته وسپارل.

د علي وزير او ايمان مزارۍ ګرفتاريانې

علي وزیر د اګست پر ۱۹مه او ایمان مزارۍ د اګست پر ۲۰مه نیول شوي ول. د اسلام اباد پولیسو د اګست پر ۲۰مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر دی، لیکلي ول چې دواړه کسان پولیسو ته "د پلټنو لپاره مطلوب ول او ټوله کاروايي له قانون سره سمه کېږي." پولیسو هغه مهال په بیان کې نه ول ویلي چې وزیر او مزارۍ یې په کوم تور نیولي دي خو دواړو د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته په وینا کې پر امنيتي ادارو نيوکې کړې وې.

تر هغه وروسته بي بي سي اردو وويل چې پولیسو پر دواړو د پي ټي اېم په جلسه کې تر وینا وروسته په مقدمو کې د ترهګرۍ ضد مجازاتو قانون مادې شاملې کړې دي او پر هغوی یې د بغاوت تورونه هم پورې کړي دي.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شوو ویډګانو کې لیدل شوي چې علي وزیر او ایمان مزارۍ د تقریر پر مهال د جبري تښتونو لپاره پر پوځي ايسټېبليشمېنټ انتقاد کوي.

علي وزیر وويل د اګست پر ۲۱مه د ترهګرۍ ضد عدالت ته وويل چې په اسلام اباد کې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې "هېڅ ناسمه خبره" نه ده کړې.

د پاکستان پر امنیتي او استخباراتي ادارو په هغه هېواد کې د جبري تښتونو تورونه پورې کېږي خو هغوی دا ډول تورونه په وا وار رد کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلويانو نيول کېدل

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو شمېر مخکښان او پلویان نیول شوي دي.

د پي ټي اېم غړي مصطفا چمتو د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د اګست پر ۲۰مه د غورځنګ مخکښ شاه فیصل غازي له دوو نورو ملګرو محمد فدا او جمال مالیار سره يو ځای ونیو.

هغه وویل "د اسلام اباد جلسې نه د واپسۍ په وخت چې کله دوی د یارک سیمې ته راورسېدل نو په انټرچېنج پولیسو ونیول. موږ د ډي ای خان بېلا بېلو تاڼو ته ولاړو خو هغوی وايي چې صدر تاڼې ته مو ورکړي او صدر پولیس وايي چې له موږ سره نه شته."

مصطفا چمتو زياته کړه چې دا کسان تر اوسه عدالت ته هم نه دې وړاندې کړل شوي.

تر دې وړاندې د پي ټي اېم د مرکزي کمېټۍ غړي عین الله د اګست پر ۱۴مه مشال راډيو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د ټانک ښار تاڼې پولیسو د اګست ۱۳مې پر ماخوستن د غورځنګ یو غړی زوهېب پښتین له خپل کوره نیولی دی.

دی وايي، پښتین د شپې تر ناوخته پورې په هغه تاڼه کې وو خو وروسته بیا د استخباراتي ادارو کارکوونکو له هغه ځایه بیولی دی.

عین الله زیاتوي چې پولیسو ورته رپورټ نه دی ښوولی چې پښتین یې په کوم تور نیولی دی خو د ټانک ښار یا سټي تاڼېدار افتاب عالم د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې نوموړی "پولیسو ته مطلوب" وو نو ځکه یې نیولی دی خو دا یې روښانه نه کړه چې هغه په کوم تور نیول شوی دی.

دا راز د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د پي ټي اېم د چارو همغږي کوونکي اویس ابدال د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر ۱۳مه پولیس د غورځنګ دفتر ته ورغلل او له هغه ځایه یې د مرکزي کمېټی غړي ذوالقرنین باچا او حسین اغا ګرفتار کړل. خو د چمن د پولیسو مشر نعیم اڅکزي ویلي چې د غورځنګ یو غړی یې هم نه دی نیولی.

پښتون ژغورنې دريځ لري چې هغوی د پاکستان په اييني چوکاټ کې دننه يې د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کړی دی، خو په پاکستان کې د هغوی پرضد په وار وار د "ولس پارولو" او "ادارو پرضد د خبرو کولو" تورونه پورې شوې دي، چې هغوی يې په کلکه ردوي.

د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهاله وزير سرفراز بګټي د اګست پر ۲۱مه په اسلام اباد کې په يو بيان کې ويلي چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د امنيتي ادارو په اړه د علي وزير او ايمان مزارۍ په څېر "ژبه" وکاروي.

XS
SM
MD
LG