د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند حکومت د پي ټي اېم د کراچۍ مشر په ګډون د غورځنګ ۱۱ غړي زندان ته استولي


نور الله ترین د جولای پر ۱۵مه پولیسو نیولی وو ـ پخوانی انځور.
نور الله ترین د جولای پر ۱۵مه پولیسو نیولی وو ـ پخوانی انځور.

د سیند حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د کراچۍ څانګې د مشر په ګډون ۱۱ کسان نیولي او د یوې میاشتې لپاره یې د جیکب اباد زندان ته استولي دي.

دسيند صوبې د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د جولای پر ۱۸مه یې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د غورځنګ د کراچۍ د مشر نورالله ترین په ګډون یې د ۱۱ کسانو پر ضد د عامه نظم ساتلو د قانون د درېیمې مادې (۳ اېم پي او) له مخې مقدمه دایره کړې ده.

د قانون له هغې مادې سره سم، که حکومت دا وګڼي چې یو کس عامه نظم او د خلکو خوندیتوب ته ګواښ پېښولای شي، نو بیا یې د نیولو امر کولای شي.

د چارواکي په وینا، هغو کسانو په سهراب ګوټ سيمه کې د "حالاتو خرابولو هڅه کوله" چې پولیسو نیولي او د اګست د ۱۶ مې نېټې پوری یې بندي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د غورځنګ نور الله ترین او د هغه پینځه نور ملګري عادل شاه، يار محمد، ثاقب انګار، اکرام الله قسمت پښتين او حکمت الله پښتین د جولای پر۱۵مه د کراچۍ ګلزارهجري تاڼې ته تر ورتګ وروسته کورونو ته نه ول ستانه شوي خو هغه وخت یې پولیسو له نیولو ناخبري ښوولې وه.

د کورنیو چارو وزارت د پي ټي اېم د مخکښه غړو د زنداني کولو په اړه یو فرمان هم خپور کړی دی. له هغو شپږو کسانو پرته، پاتې نور غړي محمد هاشم، محمد عثمان الیاس، بخت الله، مدي الرحمان او محمد اکرم د جولای پر ۱۶مه ګرفتار شوي ول.

بلخوا په کراچۍ کې د پي ټي اېم ویاند رويد الله د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې له درو ورځو راهیسې د خپلو ملګرو په لټه وو خو پولیسو ورته هېڅ معلومات نه ورکول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې ریاستي ادارو په وروستیو مياشتو کې د پي ټي اېم په لسګونو فعالان نیولي او پر ضد یې د "درواغو مقدمې" جوړی کړي دي.

بلخوا د سيند حکومت د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام مېمن د جولای پر ۱۸مه مشال راډيو ته وویل چې هر څوک چې د قانون پرضد کار کوي یا د حالاتو خرابولو هڅه کوي، نو پرضد به یې قانوني اقدام کوي.

د غورځنګ د کراچۍ څانګې مشر نور الله ترین او نور غړي د خلکو د بېلابېلو مسلو د هواري لپاره اکثر تاڼو ته ځي او هلته له پولیسو سره ملاقاتونه کوي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۸ز او ۲۰۱۹ز کال کې هم پولیسو ترین او د هغه یوشمېر ملګري نیولي ول چې بیا یې په ضمانت خوشې کړل.

په وروستیو کې پولیسو او امنیتي ادارو د پښتون ژغورنې غورځنګ کسان یوشمېر فعالان نیولي چې ځینې یې په ضمانتونو خوشې کړي دي.

پي ټي اېم وایي، امنیتي ادارو یې یو فعال ګیله من وزیر د جولای پر څلورمه په پېښور کې له هوايي ډګر سره نېږدې نيولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی.

د پاکستان د استخباراتي ادارې یوه چارواکي مشال راډیو ته ویلي ول چې د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) چارواکو وزیر د امنیتي ادارو پرضد د کرکې خپرولو په تور نیولی دی.

تر دې مخکې د جون پر ۱۸مه په شمالي وزیرستان کې پوځ د غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ استازی علي وزیر ونیوه چې د جون پر ۲۴مه یې ضمانت منظور شو.

د جون پر ۱۶مه د ډېره اسماعیل خان صدر تاڼې پولیسو د غورځنګ بل مخکښ عالمزېب مسید او د هغه خوریی محمد سجاد له خپله کوره ګرفتار کړي ول او دعوه يې کړې وه چې له هغوی سره یې "چرس نیولي" دي. د هغوی ضمانت د جون پر ۲۶مه وشو.

داراز د مې پر ۳۰مه امنيتي ځواکونو د پي ټي اېم د شمالي وزیرستان رابطه کار عید رحمان وزیر، جلال خان او زکیم وزیر هم ونيول.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو فعالانو د نیونې ضد د جون پر نهمه په میرلي کې پرلت پیل کړی وو چې وروسته یې میرامشا ته وغځاوه.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د جون پر ۲۵مه وویل چې پر دې شرط د یوې اوونۍ لپاره خپل پرلت ځنډوي چې نیولي ملګري به یې خلاص شي.

XS
SM
MD
LG