د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ميرامشا بازار دوکاندارانو د غوښتنو تر پوره کېدو د احتجاج د دوام اعلان وکړ


د پاکستاني پوځ سرتېري د ميرامشا په ړنګ بازار کې ګزمه کوي (انځور د ۲۰۱۴ز کال دی)
د پاکستاني پوځ سرتېري د ميرامشا په ړنګ بازار کې ګزمه کوي (انځور د ۲۰۱۴ز کال دی)

د شمالي وزیرستان د ړنګ شوي بازار د دوکاندارانو احتجاجي پرلت د مې په ۱۲مه په څلورمه ورځ هم دوام لري.

دغه دوکانداران وايي په ۲۰۱۴ز کال کې د ضرب عضب پوځي عملياتو پر وخت دوکانونه له مینځه تللي او د کروړونو روپیو تاوانونه ورته اوښتي دي نو ځکه بايد حکومت ورته د معاوضې ټولې پيسې ورکړي. دوی زیاتوي چې ځايي انتظاميه دې د پيسو په ورکولو کې "خنډونه نه جوړوي."

د احتجاج یو ګډونوال انور حسن د مې پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې انتظامیې ورسره منلې وه چې ۷۶ کروړه روپۍ ورسره پرتې دي او په یوه اوونۍ کې به تاوانونه ورکړي خو د هغه په وينا، دغه ژمنه پوره نه شوه.

حکومت خپل ټول معلومات پوره کړي دي نو بيا ولې د پيسو په ورکړه کې ځنډ کوي؟
محمد رحمان

د شمالي وزيرستان د میرامشا بازار دوکانونه په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو او پاکستاني پوځ د نښتو له امله ړنګ شوي ول. هغه کال د پاکستان پوځ ضرب عضب عمليات کړي ول او حکومت هغه مهال او بيا وروسته څو ځلې اعلانونه وکړل چې ټولو دوکاندارانو ته به د مارکېټ بيا جوړولو لپاره پيسې ورکول کېږي. ځينو ته پیسې ورکړل شوي خو دوکانداران شکايت لري چې يا دا پیسې کمې دي او يا هم په ډېر ځنډ ورکړل شوي دي.

دې دوکاندارانو تر دې مخکې هم مظاهرې کړې دي خو مسله یې حل شوې نه ده. د میرامشا بازار کمېټۍ مشر محمد رحمان د مې پر ۱۲مه مشال راډيو ته وویل چې کاروبارونه یې برباد شوي دي او اولادونه یې د زده کړو پر ځای مزدورۍ ته مجبوره شوي دي. نوموړي پوښتنه وکړه چې "حکومت خپل ټول معلومات راټول کړي دي نو معاوضې ولې په وخت نه ورکوي؟"

محمد رحمان زیاته کړه د غوښتنې تر پوره کېدو پرلت ته دوام ورکوي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر شاهد علي خان د مې پر ۱۲مه مشال راډیو ته وويل چې دوکاندارانو ته یې د پيسو ورکول پيل کړي او تر اوسه یې له ۷،۰۰۰ دوکاندارانو څخه ۱،۶۰۰ ته د معاوضو چېکونه سپارلي دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر ۲۱مه شمالي وزیرستان ته تللی وو او هلته یې له ځايي مشرانو سره په ملاقات کې د نورو مسایلو تر څنګ د ميرامشا د دوکاندارانو دا مسله هم واورېده. نوموړي هم ويلي ول چې د نورو مسايلو تر څنګ به دا مسله هم حلوي.

XS
SM
MD
LG